ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دلاور: د ټاپي پروژې عملي چارې روان کال پيلېږي

دلاور: د ټاپي پروژې عملي چارې روان کال پيلېږي

author avatar
8 Jan 2022 - 16:23
دلاور: د ټاپي پروژې عملي چارې روان کال پيلېږي
author avatar
8 Jan 2022 - 16:23

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومى ۱۴۰۰): د کانونو او پټرولیم سرپرست وزير وايي چې د روان زېږديز کال په دويمه نیمایي که به د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي.

دغه څرګندونې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د مرغومې په ١٨مه په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

دلاور دغه څرګندونې د ترکمنستان د بهرنيو چارو له مرستیال وزير وفاحاجيوف سره له خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وکړې.

هغه وویل، د دواړو هېوادونو استازو یو بل ته ډاډ ورکړ چې د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره به جدي هڅې کوي او د امنیت د ټينګښت لپاره به يې پوره تدابیر نیسي.

د ده په خبره، د روان کال په دويمه نیمایي کې به د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي او د ځمکو استملاک به هم د یوه شفاف میکانیزم له لارې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه: ((دا څو لسیزې په افغانستان کې ډېرې ستونزې وې، د وړو پروژو د عملي کولو امکان هم نه و، اوس خو امنيت ښه شوى، نو دا پروژه چې له ٧ څخه تر ٩ ميليارد ډالر لګښت پرې راځي، عملي کېږي.))

دی وایي چې د دې پروژې عملي کول نه يواځې افغانستان او ترکمنستان ته مهم دي، بلکې د پاکستان او هندوستان لپاره هم ډېره مهمه ده.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د ټاپي پروژې د امنیت ساتلو چارې به دوی ترسره کوي او که یو داخلي شرکت ته به یې ورکړي.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير وفاحاجيوف نن په کابل کې له خبريالانو سره خبرې ونه کړې خو تېره ورځ يې په هرات ولايت کې ويلي وو چې د افغانستان وضعيت ښه شوی، نو ځکه په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.

هغه ويلي وو چې د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې مهم بحث امنيتي موضوع ده چې اوس افغانستان کې وضعيت ښه شوی او په ياد هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.

ده زياته کړې وه چې روان میلادي کال به په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار بشپړ شي او په ورته وخت کې به په افغانستان کې يې د پيپ تېرولو کار هم پيل شي.

 

Visits: 66

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.