ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: د افغان حکومت بهرنۍ پالیسي مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده

متقي: د افغان حکومت بهرنۍ پالیسي مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده

author avatar
11 Jan 2022 - 16:13
متقي: د افغان حکومت بهرنۍ پالیسي مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده
author avatar
11 Jan 2022 - 16:13

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د دوحې تړون پلي کول د افغانستان او امریکا تر منځ ستونزې هوارولی شي او د افغان حکومت بهرنۍ پالیسي مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، دغه څرګندونې تېر ماښام د لومړي ځل لپاره په واشنګټن کې افغانستان کې د سولې او بشري مرستو په اړه جوړې شوې غونډې ته په انلاین بڼه کړې دي.

هغه وویل، په افغانستان کې تر څلور لسیزو وروسته په لومړي ځل سوله او ثبات ټینګ شوی دی.

د ده په وینا، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ناکامې تجربې تکرار نه شي او افغانستان ته موقع ورکړل شي تر څو د یوه مسوول جهت په توګه د نړیوال ثبات، اقتصادي ودې او ښې راتلونکې لپاره ښه رول ولوبوي.

متقي وایي، افغانستان چمتو دی چې د یوه خپلواک او مسوول حکومت په توګه د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د ګډو ګټو او دوه اړخیزو ژمنو په اړه خپلواک تعامل ولري.

دی وایي چې له امریکا سره د دوحې تړون بشپړ پلې کول کولی شي چې د امریکا او افغانستان تر منځ شته ستونزې هوارې کړي. ده هیله څرګند کړه چې امریکا خپلې ژمنې عملي کړي.

متقي زیاته کړه:«موږ غواړو په کور د ننه د ښې حکومتدارۍ او له سیمې او نړۍ سره د اړیکو په برخه کې یو نوی سیاسي فصل پرانیزو. د نوي [افغان] حکومت بهرنۍ پالیسي مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده. له ګاونډیو او د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې او رغوونکې نیکې اړیکې غواړو. له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنا مثبت تعامل غواړو، ترڅو د سترو هېوادونو د ټکر قرباني نه شو.»

ده همدا راز وویل چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په ضرر و نه کارول شي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو موضوعاتو کې لاسوهنه وکړي.

متقي وویل، نه غواړي چې د افغانستان نوی ځوان نسل اروپا ته کډوال شي او افغانان باید په خپل کور (افغانستان) کې ښه ژوند ولري.

ده زیاته کړه چې د افغانستان نوې جوړه شوې کابینه ټولګډونه ده او لا هم دغه لړۍ روانه ده چې اصلاحات په کې راوستل شي.

د هغه په وینا، د افغانستان حکومت د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره تعامل ولري او ټول باید په دې پوه شي چې د افغانستان سیاسي انزوا د هیچا په ګټه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نږدې پنځو میاشتو په تېرېدو سره د افغانستان نوی سرپرست حکومت تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. د امریکا متحده ایالتونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونه ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت باید ټولګډونه وي او د بشر او ښځو حقونو ته درناوی ولري، خو افغان چارواکي وایي چې بشري حقونو ته ژمن دي او ښځو ته هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکوي.

Visits: 205

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.