ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د ایراني تومانو پر چلښت بندیز ولګېد

نیمروز کې د ایراني تومانو پر چلښت بندیز ولګېد

author avatar
23 Jan 2022 - 16:05
نیمروز کې د ایراني تومانو پر چلښت بندیز ولګېد
author avatar
23 Jan 2022 - 16:05

زرنج (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۰): د نیمروز ولایت امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د ایراني تومانو پر چلښت بندیز لګولی دی.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ وياند بهرام حقمل نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت له لوري د را استول شوي مکتوب له مخې، په نيمروز ولايت کې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د بهرنيو اسعارو، په ځانګړي ډول د ايراني تومان پر کارولو بنديز لګول شوی او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

بلخوا د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي او صرافان د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د دغه اقدام هرکلی کوي او د تومان کارولو پر مخنیوي او د افغانۍ پر ترویج ټینګار کوي.

د نيمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي فيض محمد بلوڅ پژواک خبري اژانس ته وويل: «زه له اسلامي امارته مننه کوم چې د بهرنیو اسعارو او ایراني تومان په چلېدو یې بندیز ولګاوه؛ ځکه دغه اقدام د افغانیو پر ارزښت او د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز کوي.»

هغه زياته کړه چې په ورځنيو معاملاتو کې د بهرنيو اسعارو کارول د افغانيو ارزښت راټيټوي او که د بهرنيو اسعارو له کارولو مخنیوی وشي، نو د نړۍ په بازارونو کې به د افغانۍ ارزښت لوړ شي.

د نيمروز ولايت د زرنج ښار یوه صراف شېرمحمد خپلواک هم پژواک اژانس ته وويل چې افغانۍ د افغانانو ملي هويت دى او په هېواد کې بايد يواځې زموږ کرنسي وکارول شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.