منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۸ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان خلک: د کار په بدل کې مرستې اغېزناکې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۰): د اروزګان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځینو موسسو له خوا د کار په بدل کې د مرستو د وېش لړۍ خوشحاله کړي او دا کار د اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره یوه ښه تګلاره بولي.

ځایي اوسېدونکي وایي، دا ډول مرستې نه یوازې د دوی اقتصادي ستونزو د له منځه وړو په برخه کې مهمې دي، بلکې د کليو د پرمختګ لامل هم کېږي.

د مرکز ترینکوټ د بلوڅي سیمې اوسېدونکی نورالله سیرت وایي، یوې مرستندویې موسسې یې تازه په سیمه کې ۱۰۸۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې او د شپږو میاشتو لپاره د میاشتې ۸۱۰۰ افغانۍ ورکوي.

هغه وایي، دا کسان د کلیوالي شورا په مرسته دغه مرستندوی ارګان ته پېژندل شوي دي.

سیرت وایي، همدا څه باندې زر کسان به د شپږو میاشتو په موده کې د بلوڅي او خرماه سیمو ترمنځ ۶۳ کلیومتره هغه لویه ویاله په اساسي ډول پاکوي چې کلونه يې د پاکولو چارې نه دي ترسره شوې.

دغه راز د خرماه سیمې یوه بل اوسېدونکي خدایداد وویل چې د کار په بدل کې مرسته دا يوه ښه تګلاره ده.

دى وايي: ((که ميليونونه مرستې راغلې واى بيا هم تر ډېره بېوزلو ته نه رسېدې، نو اوس د دغه کار لپاره موږ ډېر خوشحاله يو.))

بل لور ته په دغه ولايت کې د افغان پرمختیایي موسسې (ADA) مسوول نصرالله پژواک ته وويل چې دا پروژه د خوړو نړۍوال سازمان له لوري پيل شوې ده.

هغه وايي چې په دې پروژه کې ١٠٨٠ کسانو ته د کار کولو چانس ورکړل شوى او د هرې مياشتې په پاى ورته ٨١٠٠ افغانۍ ورکول کېږي، څو خپل اقتصادي مشکلات پرې حل کړي.

همدارنګه د اروزګان د اوبو لګولو ادارې مسوول مولوي نقي وایي، د مرستندویه ادارو له خوا د ویالو او کانالولو پاکول یوه ښه پروسه ده او غوښتنه کوي چې دغه پروسه نورو سیمو ته هم وغځول شي.

د يادونې ده، د اروزګان ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم ورته پروژې پيل شوې چې خلک ورته خوشحاله دي.