ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانانو د جرمني د ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی

افغانانو د جرمني د ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی

author avatar
3 Feb 2022 - 11:51
افغانانو د جرمني د ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی
author avatar
3 Feb 2022 - 11:51

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰): یو شمېر افغان کورنیو په افغانستان کې د یونیسف پروګرامونو ته د جرمني د ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی دی.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه ټویټ کې ویلي چې د جرمني د اقتصادي همکاریو فدرالي وزارت دغه مرستې د روان کال د سلواغې په ۱۲مه اعلان کړې دي.

په ورته مهال‎ یو شمېر افغانانو هم د جرمني د دغو مرستو هرکلی کړی دی.

د کابل ښاز اوسېدونکې ۶۰ کلنه بي بي فاطمه وايي، د جرمني دغه مرستې په داسې حال کې چې افغانستان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی کېږيؤ ترسره کېږي، ځکه د ژوند اوبه دي.

دغه مېرمن هم د زرګونو نورو ښځو په څېر له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او وايي چې نړيواله ټولنه بايد ‎افغانستان يوازې پرې نه ږدي ‎ او خپلې مرستې بېرته پيل کړي.

نوموړې ډېره خوښه ده چې جرمني په افغانستان کې له ماشومانو او ښځو سره مالي مرستې کړې دي او وایي: «زه امېد لرم چې یادې مرسته واقعاً مستحقینو ته ورسيږي څو زموږ د درد دوا کړي.»

په ورته مهال د کابل د قلعه زمان خان اوسېدونکی روح الله هم د المان د مرستو هرکلی کوي او وایي: «هیله مند یم چې مرستې مستحقو کسانو ته ورسیږي او ویش یې عادلانه وي.»

نوموړي د افغانانو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د امریکا له متحدو ایالتونو یې وغوښتل چې د افغانستان د پیسو زېرمې ازادې او له نړیواله ټولنه خپلې  مرستې بیا پیل کړي.

دغو ښاریانو داسې مهال د مرستو د عادلانه ویش او مستحقینو ته د تازه مرستو د رسولو غوښتنه کوي چې د یونیسف په خبرپاڼه کې راغلي، ژمنه شوې مالي مرسته به د واکسیناسیون، روغتیايي خدمتونو، درملنې او د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخو کې ولګول شي.

یونیسف په یاد ټویټ کې په افغانستان کې د دې ادارې د ‎استازې الیس اکونګا له قوله لیکل شوي چې د المان د مرستې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ژمنه شوې مرسته به په اوسني ستونزمن حالت کې د ماشومانو له یوه نسل سره مرسته شي.‎

سرچینې لیکلي: «دغه بې ساري مالي مرسته یونیسف ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې خپل خورا مهم پروګرامونه پر مخ یوسي.»‎

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۳۵ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري.

د يادونې ده، جرمني په افغانستان کې له يونيسف سره يو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو دى او په ٢٠١٦ کال کې يې هم له دغه نړيوال سازمان سره ٥٠ ميليونه ډالره مرسته کړې وه.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.