اسعداباد(پژواک، ۲۶سلواغه ۱۴۰۰): د کونړ حکومتي مسوولانو او ځايي خلکو د ياد ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو د پيلېدو خبر ورکړ.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف پژواک ته وویل چې له پرون راهیسې د پاکستاني نظامیانو له خوا د دغه ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ راکټي بریدونه کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستاني نظامیانو د یاد ولایت د مرورې ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو هم د سپکو وسلو ډزې کړې دي.
حنيف وويل، دی تر اوسه معلومات نه لري چې په دغو بريدونو کې چاته مرګ ژوبلې اوښتې او کنه.
خو د یادې ولسوالۍ یو تن قومي مشر ملک خان باچا پژواک ته وویل، د پاکستاني نظامیانو په بريدونو کې تر اوسه دوه کسان ټپيان شوي.
هغه وايي چې دغه بريډونه پرون مازيګر راهيسې د سرکاڼو ولسوالۍ په مرکزي کلیو روان دي.
د نوموړي په خبره د دغو بریدونو له امله لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي.
د دغې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي بشیرالله بیا وویل: ((له ماښام راهیسې د پاکستان راکیټي بریدونه ډېر شوي او ان زموږ کلی چې د یادې ولسوالۍ مرکزي کلی دی په مرمیو وویشل شو، د دغه بریدونو له امله موږ او زموږ ډېر کلیوال اسعداباد ته بېځایه شوي دي.))
د یادونې وړ ده چې د پاکستاني نظامیانو له خو له کلونو راهیسې پر کونړ ولایت راکټي بریدونه کېږي او له امله یې د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.