ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انس حقاني: د ډاکټر ناکامورا همکاران دې په بشپړ ډاډ بیارغنیزې پروژې پلې کړي

انس حقاني: د ډاکټر ناکامورا همکاران دې په بشپړ ډاډ بیارغنیزې پروژې پلې کړي

author avatar
16 Feb 2022 - 22:28
انس حقاني: د ډاکټر ناکامورا همکاران دې په بشپړ ډاډ بیارغنیزې پروژې پلې کړي
author avatar
16 Feb 2022 - 22:28

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۰): د حکومت لوړ پوړي غړي انس حقاني د ډاکټر ناکامورا له دوست او همکار سره لیدلي او هغه ته یې ویلي چې په بشپړ ډاډ دې بیارغنیزې پروژې پلې کړي.

د ناکامورا همکار نیشیتاني فامیکوزو چې کابل ته یې سفر کړی، لېوالتیا ښودلې څو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

د حکومت لوړ پوړي غړي انس حقاني پر خپله ټویټر پاڼه د دې لیدنې لنډ جزیات خپاره کړي او لیکلي یې دي چې نن یې د ډاکټر ناکامورا له نږدې دوست او همکار نیشتاني فامیکوزو سره ولیدل.

هغه زیاتوي، نوموړی لېوال دی چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پيل کړي.

حقاني په افغانستان کې د اوبو لګونې او کرنې په برخه کې د ډاکټر ناکامورا هڅې د قدر وړ بللې او لیکلې یې دي: «د ناکامورا همکارانو ته مو ډاډ ورکړ چې په بشپړ ډاډ رغاونیزې پروژې پلې کړي.»

ډاکټر تیتسو ناکامورا د جاپان اړوند د PMS په نوم د یوې خیریه موسسې مشر و چې شاوخوا ۲۵ کلونه یې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل او د ۱۳۹۸ لمریز کال د لېندۍ میاشتې په ۱۲مه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په یوه وسله وال برید کې له خپلو پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو.

نوموړي په لومړیو کې په پېښور کې د افغان کډوالو درملنه کوله، بیا افغانستان ته راغی او دلته یې خدمات پیل کړل، بالاخره د ډېرو ناروغانو موجودیت دې ته لېوال کړ چې د ننګرهار د ښېوې، دره نور، کامې او بهسودو ولسوالیو د اوبو اړتیا پوره کړي.

ناکامورا چې ځايي خلکو “کاکا مراد” باله؛ په خپل وطن کې له خلکو په راټولو کړو چندو د مرواريد، د بهسودو او کامې کانالونه او سربندونه ورغول او په دره نور کې يې ګڼ څاګان جوړ کړل او د دغو ولسوالیو اوسېدونکو ته یې نوی ژوند وبخښه.

د جاپان دولت هغه ته له مرګ وروسته د ده د بشري فعالیتونو په پار لوړ دولتي نښان ورکړ، هندوستان هم د پدماشري په نوم د هند لوړ ملکي دولتي مډال د ناکامورا په نوم کړ، د دې تر څنګ یې په یاد په کور دننه او بهر غونډې وشوې، پر ژوند او کارونو یې فلمونه جوړ او کتابونه ولیکل شول.

د ناکامورا دوست دوست او همکار نیشتاني فامیکوزو داسې مهال افغانستان ته سفر کړی چې موده مخکې د ننګرهار اوسېدونکو غوښتنه کړې وه چې په دغه ولایت کې دې د ډاکټر ناکامورا پیل شوي رغنیز کارونه- چې د ده له وژل کېدو وروسته په ټپه درېدلي و-، بیا پيل شي.

Visits: 1289

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.