Language

کندهار ښار کې پر یوې ریکشا د امنیتي کس ډزو کې درېیو ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې یوه امنیتي کس د تالاشۍ پر مهال پر یوې ریکشا ډزې کړې چې په پایله کې یې یوه مېرمن وژل شوې او دوې نورې ټپیانې شوې دي.

پېښه نن ماپښین د ۳:۰۰ بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار اړوند په چهار سو سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار اړوند په چهار سو سیمه کې یوه ریکشا پر یو طرفه سړک روانه وه چې امنیتي کسانو د درېدو ورته ویلي وو خو چلوونکي نه وه درولې.

د ده په خبره، امنیتي کس غوښتل د خبرداري ډز وکړي خو په تېروتنه ورڅخه ډېرې ډزې شوې چې له امله یې په ریکشا کې ناستې درې ښځې لګېدلې دي.
ده وویل: «په ریکشا کې له ناستو دریو ښځو یوه شهیده شوې او دوې نورې ټپيانې شوې دي، د پېښې عامل مجاهد نیول شوی او په توقیف کې دی، بشپړ جزیات به وروسته له خلکو سره شریک کړو.»

د پېښې عیني شاهدان وايي، لومړی یې ډزو غږونه واورېدل او وروسته یې ولیدل چې په یوې ریکشا کې درې ښځې په مرمیو لګېدلې دي.

نورالله چې په چهار سو سیمه کې د خوراکي توکو دوکان لري، پژواک اژانس ته وویل: «په خپل دوکان کې وم، ناڅاپه ډزې وشوې، کله چې راووتم نو پر یوې ریکشا خلک راټول وو، یوه ښځه مړه شوې وه او دوې نورې ټپیانې وې.»

هغه زیاته کړه، د پېښې په ځای کې خلکو یو او بل ته ویل چې ریکشا چلوونکی تالاشي ته نه و درېدلی نو ځکه امنیتي کسانو ډزې ورباندې وکړې.

د کندهار د میرویس روغتون نوکریوال ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، د پېښې له ځایه د یوې ښځې جسد او دوې ټپي شوې ښځې ور وړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، ټپي شوې ښځې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

دا له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کندهار ښار کې د امنیتي کسانو له خوا د تالاشۍ پر مهال په خلکو د ډزو کولو دویمه پېښه ده.

د روان ۱۴۰۰ زېږدیز کال د لېندۍ په ۲۰مه هم د شپې ناوخته د کندهار ښار د ۲مې امنیتي حوزې اړوند شهیدانو څلور لارې ته څېرمه تالاشۍ ته ولاړو امنیتي کسانو پر یوه موټر ډزې کړې وې چې په پایله کې یې ۲ ښځې وژل شوې وې او ۳ کسان (دوه ښځې او یو نارینه) ټپیان شوي وو.

د دغو پېښو تکرار د کندهار ښار اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي او له چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.