ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته د هند لخوا د مرسته شويو غنمو د لېږد بهير پيل شو

افغانستان ته د هند لخوا د مرسته شويو غنمو د لېږد بهير پيل شو

author avatar
22 Feb 2022 - 21:41
افغانستان ته د هند لخوا د مرسته شويو غنمو د لېږد بهير پيل شو
author avatar
22 Feb 2022 - 21:41

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وايي، چې د هند لخوا د مرسته شويو ۵۰زره مټريک ټنه غنمو لېږد د پاکستاذن د واهګه  بندر له لارې پيل شو.

د دغه سفارت پر فيسبوک پاڼه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د دغه بهير د پيل مراسمو ته په هند کې د افغانستان لوی سفير فريد ماموندزي امرتسر ته سفر کړی و.

خبرپاڼه کې راغلي: ((نن د مرسته شویو غنمو ۲۵۰۰ مټریک ټنو لومړۍ محموله د واګا-اټاري له لاري افغانستان ته په ۵۰ لاریو کې روان شول، چې پاته غنم به هم په راتلونکو میاشتو کې افغانستان ته ولېږل شې.))

خبرپاڼه کې يادونه شوې چې افغانستان ته د غنمو د رسېدو سره سم به، د WFP لخوا دا بشردوستانه مرسته پر غریبو وطنوالو ووېشل شي.

خبرپاڼه کې په هند کې د افغانستان لوی سفیر فرید ماموندزي له قوله د هند له حکومت، خلکو او WFP له ادارې مننه شوې، چې په دې سختو حالاتو کې يې له افغانانو سره بشردوستانه مرستي کوي. د یادونې وړ ده چې، هند له تېرو څو میاشتو راهیسي له افغانستان سره د درملو، کرونا واکسین او نورې بشردوستانه مرستي هم کړي دي.

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.