ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بنګله دېش له افغانستان څخه د کرکټ يوه ورځنۍ لوبه وګټله

بنګله دېش له افغانستان څخه د کرکټ يوه ورځنۍ لوبه وګټله

author avatar
23 Feb 2022 - 19:34
بنګله دېش له افغانستان څخه د کرکټ يوه ورځنۍ لوبه وګټله
author avatar
23 Feb 2022 - 19:34

کابل (پژواک ۴ کب ۱۴۰۰): افغانستان له بنګله دېش سره د درېیو یوه ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ سیالي نن وبایلله.

دا لوبه د بنګله دېش په چټګانګ کې وشوه چې د افغانستان لوبډلې له پچې ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د پنځوسم اور پر لومړي بال یې د وروستي لوبغاړي په سوځېدو ټولټال ۲۱۵ منډې وکړې.

بنګله دېش په ځوابي لوبه کې دا هدف په اته څلوېښتم اور د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په داسې حال کې ترلاسه کړ، چې اووه توپونه یې لا پاتې وو.

په لومړیو اورونو کې د وېکټو له لاسه ورکولو وروسته بنګله دېش لوبډلې خورا محتاطانه لوبه وکړه او د مهدي حسن میراز له ۸۱ او عفیف حسین له ۹۳ من‌ډو سره یې د منډو شمېر د بریا هدف ته تر رسېدو پورې لوړ کړ.

نجیب الله ځدراڼ د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۶۷ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمان، فضل حق فاروقي او یامین احمدزی د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په مشرۍ د نننۍ لوبې ډګر ته وتلي وو.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.