منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړتوب د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې دښمني له کوم قيد او شرط پرته پای ته ورسېده او په دوستۍ بدله شوه.

په دغه نږدې يو کلنه دښمنۍ کې له يو اړخه يو تن وژل شوى و او له دواړو لوريو څخه څو تنه ټپيان شوي وو چې د ځايي مشرانو او چارواکو له خوا يې منځګړتوب وشو او دواړو خواوو يو بل ته بښنه وکړه.

په همدې تړاو مومندرې ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته د مومندرې ولسوال نصرت الله کوچي وويل، د دغه ډول جرګو ملاتړ کوي او له قومي مخورو غواړي چې په کلیوالو سیمو کې نورې ورته ستونزې هم حل کړي.

د سيمې يوه قومي مشر ملک اول داد مومند وويل چې د مومندرې ولسوالۍ هزار ناو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ نږدې يو کال وړاندې د ځمکې د ملکیت پر سر دښمني رامنځته شوې وه.

هغه وايي چې په دې دښمنۍ کې يو تن وژل شوى او څو تنه نور ټپيان شوي وو.

نوموړي زياته کړه، دواړه کورنۍ دا څو مياشتې د يو بل په مرګ پسې ګرځېدلې او کوښښ يې کاوه چې یو بل سره ووژني، خو د قومي مشرانو په هلو ځلو له کوم قيد او شرط پرته دواړو کورنيو يو بل ته بښنه وکړه او بېرته لکه د پخوا په څېر دوستان شول.

په غونډه کې دواړه کورنۍ يو بل ته ورغاړې وتلې او د جرګې مشرانو يو لس ماده ييز پرېکړه ليک هم اعلان کړ چې په کې راغلي و، که تر دې وروسته يادو کورنيو په خپلو کې بيا دښمني وکړه او د جرګې له پرېکړې يې سر غړونه وکړه پنځه ميليونه افغانۍ جريمه به ورکوي.

 د یادو دواړو کورنیو مشران وايي، د جرګې له پرېکړې خوښ دي او بیا ځلې به داسې کوم اقدام نه کوي.

د يوې کورنۍ مشر علي حيدر د جرګې له مشرانو مننه وکړه چې د دوی دښمني يې ختمه کړه او په دغه برخه کې يې هلې ځلې وکړې.

د يادونې ده چې د نوي حکومت له راتګ وروسته په ننګرهار ولایت کې د قومي مخورو پرمټ د جرګو له لارې د څو کورنيو ترمنځ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه