کابل (پژواک، ٧ کب ۱۴۰۰): د کډوالو چارو وزارت وايي چې په افغانستان له سياسي بدلون وروسته د نورو هېوادونو په ګډون له ايران او پاکستانه شاوخوا پنځه سوه زره افغانان بېرته هېواد راستانه شوي او دغه لړۍ دوام لري.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په هېواد کې له سياسي بدلون وروسته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د افغانانو بېرته راستنېدل پيل شوي دي.
هغه وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا پنځه سوه زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي چې ډېره برخه کې يې له ايران او پاکستانه ده.
خروټى زياتوي چې د پسرلي په موسم کې به د افغانانو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شي او حکومت به راستنېدونکو کسانو ته ځيني اسانتياوې هم برابرې کړي.
خروټي دا هم وويل چې په ايران کې د افغان کډوالو پر ستونزو يې د دغه هېواد له مسوولينو سره خبرې کړې او په پاکستان به د افغان کډوالو د ستونزو په اړه څه موده وروسته د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
ده وويل چې د افغان کډوالړ د ستونزو په اړه له ايراني چارواکو سره غونډه کې خبرې شوې چې ايران بايد د افغانانو ستونزې هوارې کړي.
د خروټي په وينا، له ايراني چارواکو غوښتل شوي چې افغانانو ته له اسلامي او نړيوالو قوانينو سره سم حقوق ورکړي او ايراني مسوولينو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
نوموړي وویل: ((مون له ایراني چارواکو سره د افغان بندیانو پر ازادولو هم خبرې کړې، دوی راته وویل چې ۱۳-۱۵ سوه بندي افغانان به ازاد کړي، خو موږ ورته وویل، کوم افغانان چې جنایي دوسيې نه لري، ټول بايد ازاد شي.))
هغه د افغانستان په سرحدي دروازو کې د خلکو د ستونزو په اړه وويل چې په دې برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.
د کډوالو چارو وزارت مرستیال د بېلګې په توګه زیاته کړه چې په تورخم کې د پخوا په پرتله د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې کمې شوې خو په بشپړه ډول نه دي حل شوې.
دغه راز نوموړي د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هېواد تر اوسه د علمي کادرونو له کمښت سره نه دى مخ شوى او په دې برخه کې کومه ستونزه هم نشته.
خو ده وويل، کوم کادرونه چې دا مهال په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي، حکومت به يې د بېرته راستنولو لپاره زمینه برابره کړي.
دى وايي: ((حکومت له ټولو افغانانو، په خاص ډول له علمي کادرونو غواړي چې په هېواد کې پاتې شي او له خپل علم څخه د افغانستان په جوړولو کې کار واخلي.))
خروټى وايي، داسې مهال يو شمېر افغانان د نورو هېوادونو په کمپونو کې ژوند کوي چې په هېواد کې جګړه پاى ته رسېدلې او د ژوند کولو زمينه برابره ده.
ده وويل، حکومت له دغو افغانانو غوښتنه کوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په بيا جوړولو کې ونډه واخلي.
همدارنګه خروټي د بشري مرستو د وېش په اړه وويل چې حکومت د مرستو د وېش لپاره د اقتصاد وزارت په مشرۍ يو کمېسيون جوړ کړى او پر يوې طرحې هم کار روان دى چې له مخې به يې ټولو مستحقو کسانو ته په شفافه توګه مرستې ووېشل شي.
دى زياتوي، نړیوال باید بشري مرستې سیاسي نه کړي او له کوم قید او شرط پرته دې له افغانانو سره مرستې وکړي.
نوموړي دا هم وويل چې د امريکا له لوري د افغانستان د پيسو کنګل کېدو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی چې دغه ستونزه هم بايد هواره شي.
که څه هم چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د افغانستان کنګل شوې پيسې پر دوو برخو کې وېشلې، يوه برخه کې يې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ځانکړې کړې او بله برخه کې په دغه هېواد کې د سپټمبر يوولسمې پېښې قربانيانو ته ورکوي خو د بايډن دغه پرېکړه د ګڼو افغانانو له کلک غبرګون سره مخ شوې او بل لور ته سپينې ماڼۍ هم په دې اړه د غور کولو خبره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP