منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې یو میلیون برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۸ کتنې

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولین وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې څه باندې یو میلیون برېښنایې پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې له لوري د کب په ٧مه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د وېشل شوو پېژندپاڼو له ډلې تر ټولو ډېرې ۷۴۱زره په کابل ښار کې، نږدې ۵۰زره په ننګرهار، ۳۴زره په هرات، ۳۱زره په بلخ، ۳۰زره په خوست، ۱۸زره په کندهار او پاتې نورې د هېواد په نورو ولایتونو کې وېشل شوې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې پېژندپاڼې اوس هم په مخکنۍ بڼه وېشل کېږي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۱ ولایتونو لکه کابل، ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کندهار، زابل، بلخ، هرات، جوزجان، بغلان، غزني، بدخشان، کندوز، فراه، سمنګان، تخار، پنجشېر او اروزګان کې د نوو برېښنایې پېژندپاڼو د چاپ او وېش بهیر په عادي ډول پر مخ ځي.

سرچینه زیاتوي چې په یادو ولایتونو کې هره ورځ نږدې ۱۸زره کسانو ته برېښنایې پېژندپاڼې وېشل کېږي.

همدارنګه په اعلامیه کې ويل شوي چې د کابل په ګډون د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د برېښنایې پېژندپاڼو د غوښتنلیکونو د ورکړې انلاین سیسټم هم فعال شوى دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نوښت او ټکنالوجي