منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.و
۱۰°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مجاهد: هغه هېوادوال چې قانوني اسناد او بلنلیکونه لري، کولای شي بهر ته سفر وکړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۰ کتنې
TOPSHOT - Taliban spokesperson Zabihullah Mujahid looks on as he addresses the first press conference in Kabul on August 17, 2021 following the Taliban stunning takeover of Afghanistan. (Photo by Hoshang Hashimi / AFP) (Photo by HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images)

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): بهر ته د افغان اتباعو د تګ د مخنیوي په اړه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو وروسته، د سرپرست حکومت ویاند وايي، بهر ته د سفر لپاره یوازې پر هغو کسانو بندیز لګېدلی چې په قاچاقي ډول له هېواده وځي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبې (د کب ۱۰مه) په یوه ټويټ کې ویلي، په خبرو کې یې هغو افغانانو ته اشاره کړې چې هڅه کوي له غیر قانوني او غیر اصولي لارو ځان له ګواښ سره مخ کوي او سفر کوي.

دغه راز هغه زیاته کړې: «زموږ هغه هېوادوال چې قانوني اسناد او بلنلیک ولري، کولای شي بهر ته سفر وکړي او په ډاډه زړه هېواد ته راتلای شي.»

مجاهد داسې مهال دغه څرګندونې خپروي چې ګواکې دوه ورځې وړاندې یې په یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې افغانان نه شي کولای له هېواده بهر سفر وکړي.

د مجاهد دغه څرګندونې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست