کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۰): د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د پټرول تېلو، ګاز، غوړیو او سرو زرو بیې لوړې، خو د ډېزل تېلو او قزاقي اوړو بیې لوېدلې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژاس ته وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۳ نه ۷۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو هغه وایي چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو لېتر ډېزلو بیه له ۸۰ نه ۷۹ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې ګاز پلورونکي محمد شریق وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۷۸ څخه ۸۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه سرچینې وایي چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په نړیوالو بازارونو کې د نفتې توکو بیې هم لوړې شوې دي.

د خوراکي توکو بیې

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړو بیه د وارداتو د کمښت له امله له ۲۶۵۰ نه ۲۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو سرچینې وویل چې د تېرې اووني په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه هغو ته د تقاضا کموالي او وارداتو ډېروالي له امله له ۲۱۵۰ نه ۲۱۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

نوموړي څرګنده کړه چې نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول د ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېرې توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۱۵۰افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه لوړه شوې ده

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۵۰۰ نه ۴۵۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۵۰۰ نه ۳۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د تېرې اوونۍ په نسبت نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ۲،۵ سلنه راټیټ شوی دی. د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۹ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۵۰۰ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۷مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۹۱ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰ افغانۍ بدلېدې.