کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰): د کورنيو چارو سرپرست وزير، د کرکټ ملي ټيم لوبغاړو سره په ليدنه کې هغوی د سولې سفيران او د ټول ملت استازي وبلل.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وويل چې په هېواد کې د نظام له بدلون سره کرکټ د پرمختګ په لور روان دی.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې د کورنيو چارو سرپرست وزير مولوي سراج الدين حقاني په دغه کتنه کې د کرکټ له لوبغاړو څخه وغوښتل چې خپلمنځي يووالی دې وساتي.
سرچينې د کورنيو چارو سرپرست وزير له قوله ليکلي: «د کرکټ لوبغاړي د ټول ملت استازي او د سولې سفيران دي.»
حقاني لوبغاړو ته د هغوی د امنیت لپاره د ځانګړو کارتونو د ورکړې ژمنه وکړه او ويې ویل چې د نظام له تغییر سره کرکټ د لا مثبت پرمختګ او شفافیت په لور روان دی.
د کورنيو چارو وزير دغه راز ويلي چې کرکټ بورډ په خپلو کارونو کې خپلواک دی او هېڅوک يې په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.