کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي چې له خپلو متحدینو سره یې پر افغانستان خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې نړیوال باید په افغانستان کې ښکېل پاتې شي.
ټام ویسټ د کب په ۲۰مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ترکیې د انتالیا فورم ناستې په څنډه کې یې د قطر، فنلینډ او تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو، د پروګرام له مسوولینو او په قطر کې د امریکا له سفیر سره لیدنې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې دغه راز یې د طالبانو له پلاوي سره هم ګټورې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د انتالیا فورم په ناسته کې کړی دی.
login or register a new account.