ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان په نږدې ټولو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پیلېږي

د نورستان په نږدې ټولو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پیلېږي

author avatar
13 Mar 2022 - 17:35
د نورستان په نږدې ټولو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پیلېږي
author avatar
13 Mar 2022 - 17:35

پارون (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د نورستان د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د ۱۶ پایو لګول منظور شوي چې ژر به یې د لګولو کار پیل شي.

د دغه ریاست اړوند اړوند د اترا څانګې مسوول انجینر عبیدالله ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ګام د دغه ولایت د خلکو له غوښتنې سره سم د مخابراتي ستونزو د حل په موخه اخیستل کېږي.

هغه زیاتوي، له دغه اقدام سره به د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د مخابراتي خدماتو او انټرنېټ تر پوښښ لاندې راشي.

دی وايي، د ۱۶ مخابراتي پایو له جملې به درې- درې پایې په دواب، منډول، کامدېش، برګمټال او وایګل ولسوالیو او پاتې دوه پایې به په واما او نورګرام ولسوالیو کې ولګول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.