ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد

author avatar
17 Mar 2022 - 21:21
په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد
author avatar
17 Mar 2022 - 21:21

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): له روسیې پرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو غړو په افغانستان کې د دغه سازمان د یوناما ماموریت د یوه بل کال غځولو لپاره مثبته رایه ورکړه.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د دغه هېواد د امنیت لپاره خورا مهم دی.

سرچینې زیاته کړې چې له دې پرېکړې سره یواځې روسیې مخالفت کړی او د امنیت شورا نورو ټولو غړو مثبته رایه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د مرستو پر رسولو، د ټولګډون حکومت جوړېدو او پر اوږودمهالې سولې او ثبات ټینګار شوی دی.

په پرېکړه لیک د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه ښودل شوې او غوښتنه شوې چې ملګري ملتونه به د دغه هېواد له خلکو سره مرستې روانې ساتي.

دا د نوي سرپرست حکومت په واکمنۍ کې لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) چارې د یوه بل کال لپاره غځېږي.

د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د داسې حکومت پر جوړېدو هم ټینګار شوی چې د ټولو وګړو استازولي وکړي.

په پرېکړه لیک کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه مهم بلل شوي او ویل شوي چې ښځو ته باید (مانا لرونکې) ونډه ورکړل شي.

Visits: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.