ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د طلوع نیوز درې کارکوونکي نیول شوي

کابل کې د طلوع نیوز درې کارکوونکي نیول شوي

author avatar
18 Mar 2022 - 04:08
کابل کې د طلوع نیوز درې کارکوونکي نیول شوي
author avatar
18 Mar 2022 - 04:08

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۰): سرچینې وایي چې د حکومت استخباراتو د یوه خصوصي ټلوېزیون (طلوع نیوز) د رییس په ګډون درې کارکوونکي نیولي دي.

د طلوع نیوز پخواني رییس لطف الله نجفي زاده او یو شمېر اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو په ټولنیزو شبکو کې د دغو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د سرپرست حکومت د استخباراتو کسانو پرون له ماښام وروسته د طلوع نیوز ټلوېزیون دفتر ته دننه شوي او د شبکې رییس خپلواک ساپی، ویاند یې بهرام امان او د دغه چینل یو بل کارکوونکی یې له ځان سره بیولي دي.

ځینو سرچینې بیا وايي چې له نیول شوو کسانو دوه یې له څو ساعتونو پلټنو وروسته بېرته خوشي کړي دي.

بلخوا  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د طلوع ټلوېزیون د دغو خبریالانو او کارکوونکو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.

د یوناما دفتر په یوه ټویټ کې غوښتنه کړې چې دغه ژورنالېستان باید سملاسي خوشي شي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د سرپرست حکومت نظر ولري، خو دا چې شپه وه، نو د اړیکې په ټینګېدو کې بریالی نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې ۸۰ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي.

د فدراسیون د رهبرۍ یوه غړي میرعلي اصغر پرون په کابل کې وویل چې له دغو پېښو ۲۵ په پلازمېنه کابل، څلور د هېواد په شمال، ۱۱ په شمال ختیځ، پنځه په سوېل، دوه په لوېدیځ، ۱۱ په ختیځ او ۱۱ د هېواد په مرکزي زون کې رامنځته شوې دي.

هغه وویل چې په روان هجري لمریز کال کې ۱۳ خبریالانو وژل شوي دي.

ده زیاته کړه چې د تېر حکومت له سقوط مخکې په ټول هېواد کې ۶۲۳ رسنیو فعالیت درلود چې ۱۳۲ یې انځوریزې، ۲۹۳ یې غږیزې، ۱۱۴ یې چاپي او ۸۴ یې انلاین وې.

هغه وایي چې اوس په ټول هېواد کې ۳۰۵ رسنۍ فعالیت لري چې ۸۱ یې انځوریزې، ۱۶۱ یې غږیزې، ۲۰ یې چاپي او ۴۳ یې انلاین دي.

 

Visits: 578

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.