ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د طلوع نیوز کارکوونکو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده

امریکا د طلوع نیوز کارکوونکو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده

author avatar
21 Mar 2022 - 21:39
امریکا د طلوع نیوز کارکوونکو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده
author avatar
21 Mar 2022 - 21:39

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طلوع نیوز د کارکوونکو پر خپلسري توګه نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د سرپرست حکومت استخباراتو څو ورځې مخکې د طلوع نیوز مشر خپلواک ساپی له دوو نورو کارکوونکو سره نیولی و او تر یوې شپې پلټنو وروسته یې بېرته خوشي کړل.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پر دې پېښې غبرګون ښودلی دی.

هغه د وري په لومړۍ نېټه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دوی د طلوع نیوز د کارکوونکو پر نیول کېدو اندېښمن شوي دي.

خو توماس د دوی پر بېرته خوشي کېدا د خوښۍ څرګندونه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د بیان ازادي نړیوال بشري حق دی او باید ورته درناوی وشي.

بلخوا د سرپرست حکومت د استخباراتو ریاست ویلي وو چې په کابل کې د یوې رسنۍ کارکوونکي د ملي امنیت ساتنې په موخه نیول شوي وو.

د حکومت د استخباراتو ریاست له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځینو رسنیو داسې مواد خپرول چې د ټولنې دیني احساسات یې زیانمنول او ملي امنیت یې ګواښه.

سرچینې زیاته کړې چې دغه راز دوی فتنه ګرو عناصرو ته د اسلامي امارت په خلاف د پروپاګند او تخریبي اعمالو لپاره پلمه په لاس ورکوله.‏

په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت اړوند ارګانونو له دې رسنیو سره پرله پسې ناستې کړې او هڅه یې کړې چې د تفاهم له لارې رسنۍ د داسې غير شرعي او زموږ د ملي امنیت د ګواښونکو برنامو له نشره راوګرځوي، خو  متأسفانه چې دوی له ژمنو سره سره خپلې ستونزې حل نه کړې.»

د استخباراتو ریاست وایي، د حکومت اړوند ارګانونو د خپل هېواد د ملي امنیت ساتلو په موخه يو لړ اقدامات ترسره کړل.

دوی زیاته کړې: «موږ د اسلامي شریعت په حدودو کې د بیان ازادي ته ژمن يو، خو هیچا ته د دې اجازه نه ورکوو چې په بېلابېلو پلمو زموږ اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي؛ زموږ د ولس فکري امنیت او په لویه کې زموږ ملي امنیت وګواښي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) په ګډون ګڼو بنسټونو  د یادو کسانو د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

بلخوا طلوع نیوز شبکه بیا وايي، کارکوونکي یې د هغه خبر پر سر نیول شوي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا د بهرنیو سریالونو په خپرولو د بندیز یادونه په کې شوې وه.

سرچینې زیاته کړې چې دوه کارکوونکي یې تېره شپه خوشي شوي وو، خو د خبرونو ویونکی بهرام امان نن خوشی شو.

Visits: 126

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.