ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: له امریکا سره تودې ستراتيژیکې اړیکې لرو

پاکستان: له امریکا سره تودې ستراتيژیکې اړیکې لرو

author avatar
2 Apr 2022 - 21:25
پاکستان: له امریکا سره تودې ستراتيژیکې اړیکې لرو
author avatar
2 Apr 2022 - 21:25

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۱): د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وایي چې دوی نه غواړي په کوم نړیوال بلاک کې و اوسي خو له امریکا سره تودې ستراتیژیکې اړیکې لري.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې نوموړي دا څرګندونې پرون (اسلام اباد امنیتي فورم) ته په خپلې وینا کې کړې دي.
په دې فورم کې د زلمي خلیلزاد په ګډون  د یو شمیر هیوادونو پخوانیو او اوسنیو دیپلوماتانو او استازو هم برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړې، هېواد یې د چین ترڅنګ له امریکا سره تودې ستراتيژیکې اړیکي لري او غواړي له دواړو هېوادونو سره اړیکو ته پراختیا ورکړي.

جنرال باجوه وویل، پاکستان د یوه یا بل لوري په کمپ کې د پاتې کېدو پر سیاست باور نه لري.

د نوموړي په وینا هېواد یې له نورو هېوادونو سره اړیکي د یوه او بل متحد هېواد د اړیکو په بیه نه رامنځته کوي.

باجوه وايي، پاکستان له چین سره نژدې ستراتېژیک اړیکي لري، چې د پاکستان اقتصادي دهلېز ‘سي پیک ‘ یې ښه بېلګه ده.

هغه زیاته کړه: ”همداسې موږ له امریکا سره له اوږدې مودې راهیسې غوره ستراتيژیک اړیکي لرو او امریکا زموږ د صادراتو لپاره تر ټولو لوی بازار دی. ”

جنرال باجوه وايي، له هېڅ یوه هېواد سره اړیکي نه خرابوي، بلکې غواړي له دواړو هېوادونو سره اړیکو ته پراختیا ورکړي.

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې امریکا سره د ښې اړیکو خبره کړې چې ددغه هیواد لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی چې دده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي.

Visits: 192

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.