ژبه

مرکزي بانک سبا شاوخوا ۱۲ میلیون ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وايي چې سبا د داوطلبۍ پر اساس د یوې رڼې پروسې له لارې ۱۲ میلیون ډالر پلوري.

د افغانستان مرکزي بانک له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان بانک د سې شبنې په ورځ (د وري ۱۶مه) د داوطلبۍ له لارې اړتیا په کتو ۱۲ میلیون ډالر لیلاموي.))

سرچینې له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او پر شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لیلام ګټونکی مکلف دی چې د لیلام په ورځ ټول حسابونه پاک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع