ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د منحل کیدو په تړاو د ولسمشر حکم رد کړ

د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د منحل کیدو په تړاو د ولسمشر حکم رد کړ

author avatar
7 Apr 2022 - 23:48
د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د منحل کیدو په تړاو د ولسمشر حکم رد کړ
author avatar
7 Apr 2022 - 23:48

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱) د پاکستان سترې محکمې  د پارلمان د منحل کیدو په اړه ددغه هیواد د ولسمشر عارف علوي پریکړه رد کړه او د شنبې په ورځ یې د لومړي وزیر عمران خلاف پر ضد د نه باور رایو کارولو امر وکړ.

د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو اتحاد ( پي ډي ایم) د لومړي وزیر عمران خان پر ضد په پارلمان کې د نه باور قرارداد وړاندې کړی و، او ادعا یې کړې وه، چې له دوی سره د وکیلانو اکثریت و. دغه راز د عمران خان یو شمیر متحدینو هم له اپوزیسیون سره لاس یو کړی و.

خو د تیرې یکشنبې په ورځ چې باید په پارلمان کې د نه باور رایه اچول شوې وای، د پاکستان د قامي اسامبلۍ مرستیال قاسم سوري دغه قرارداد رد او د قانون خلاف یې وباله.

تر هغه وروسته د پاکستان ولسمشر عارف علوي د لومړي وزیر عمران خان په وړاندیز پارلمان او کابینه ړنګه کړه او په هیواد کې یې د نویو پارلماني ټاکنو او موقت حکومت جوړیدو وړاندیز یې وکړ.

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د پارلمان د مرستیال مشر او ولسمشر ددغو پریکړو پر ضد سترې محکمې ته مراجعه وکړه او تر څلورو ورځو بحثونو وروسته سترې محکمې نن د وري په ۱۸مه، خپله تاریخي پرېکړه اعلان کړه.

سترې محکمې د پارلمان د مرستیال لخوا د ملي اسامبلې پریکړه د اساسي قانون خلاف بللو تر څنګ حکم صادر کړ چې پارلمان باید د همدې روانې اپریل د میاشتې په ۹مه نیټه د نه باور د رای ګیرۍ لپاره غونډه دایره کړي.

د پاکستان قامي اسامبلۍ ۳۴۲  غړي لري او د لومړي وزیر لپاره کاندید باید ۱۷۲ رایې ترلاسه کړي، خو که د هغه پر ضد د نه باور رایه وړاندې کیږي هم باید ۱۷۲ رایې د هغه پر ضد وکارول شي.

د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو اتحاد ( پي ډي ایم)  ادعا کوي چې له هغوی سره د ۱۹۹ وکیلانو ملاتړ شته، دغه راز  د عمران خان یو شمیر متحدینو هم له اپوزیسیون سره لاس یو کړی دی.

که چیرې عمران خان د یکشنبې په ورځ د باور رایه ترلاسه کولو کې ناکام شو، نو دا پوزیسیون ګوندونو کاندید شهباز شریف چې د مسلم لیګ ګوند مشر هم دی، بیا د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شي.

بلخوا د عمران خان حکومت ادعا کوي چې امریکا ورته ګواښ کړي او له اپوزیسیون سره یو ځآی یې د حکومت د ړنګولو هڅې کوي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د یوه حکومت ړنګیدو او یا مودې پوره کیدو وروسته ددریو میاشتو لپاره موقت حکومت جوړیږي او د موقت حکومت لومړی وزیر د واکمن او اپوزیسیون لخوا په ګډه ټاکل کیږي ، موقت حکومت بیا په دریو میاشتو کې ټاکنې ترسره کیږي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.