ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ: یونس خان او عمر ګل سره پر دایمي قرارداد غور کوو

کرکټ بورډ: یونس خان او عمر ګل سره پر دایمي قرارداد غور کوو

author avatar
26 Apr 2022 - 01:53
کرکټ بورډ: یونس خان او عمر ګل سره پر دایمي قرارداد غور کوو
author avatar
26 Apr 2022 - 01:53

کابل (پژواک، ۵ غویی ‍۱۴۰۱) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په متحده عربي اماراتو کې د ملي لوبغاړو روزنیز کمپ په بریالیتوب پای ته ورسید، له یونس خان او عمر ګل سره پر دایمي قرارداد غور کوي.

دغه روزنیز کمپ لپاره د پاکستان دوه تنه پښتانه پخواني پیاوړي لوبغاړي  یونس خان او عمر ګل د روزونکي په توګه ګومارل شوي وو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایيوي رییس نصیب خان د غویي په پنځمه پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د متحده عربي اماراتو تمریناتي کمپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
هغه زیاته کړې، په دې کمپ کې د لوبغاړو د چمتووالي او پیاوړتیا سربېره بله لویه لاسته راوړنه دا وه چې شاوخوا ۳۰ لوبغاړو ته یې د اماراتو د اقامې ویزې هم واخیستې .
نصیب خان ویلي : “د راتلونکو سیالیو لپاره مو لوبغاړو ته د لندن ویزو غوښتنلیکونه هم ورکړل ، ښایي  نږدي وخت کې هغه هم راشي چې په اوسني وخت کې تر ډېره له سفري ستونزو خلاص شوو ، دا ستونزه اوسنۍ نه، بلکې دایمي وه.”
د کرکټ بورډ اجرایيوي رییس ویلي، په دې روزنیز کمب کې په ځانګړي ډول د لوبغاړو پر توپوهنې ډېر کار وشو او د (سټرایک روټیشن) او یوه او دوو (سنګل،ډبل)منډو ترلاسه کولو ، په ډګر کې د لوبغاړو پر لا ډېرې پياوړتیا بیا بیا کار وشو.
د نصیب خان په وینا،  دغه راز ددې کمپ یوه بله ستره ګټه دا هم وه چې له روزونکو سره لوبغاړي ډېر ژر افهام او تفهیم ته رسېدل او  چې دی له څومره لوبغاړو سره وغږېد،  ټول له دغه کار ډېر خوښ او ډېر څه یې تر زده کړل.
دی وایي : ” په پام کې لرو چې له یونس خان او عمرګل څخه به په راتلونکي کې هم ګټه پورته کوو او پر دایمي قرارداد به یې هم فکر وکړو.”
نوموړي زیاته کړې چې په خوست کې د ملي لوبغاړو ترمنځ تر راتلونکو سیالیو وروسته به ملي لوبغاړي قطر ته سفر ولري او له هغې وروسته به بیا زمبابوې او له هغه وروسته به د پاکستان پر وړاندې لوبو ته تابیا ونیسي.
بلخوا یونس خان په ټویټر کې لیکلي چې په اماراتو کې یې له افغان لوبغاړو سره ښه وخت تیر کړ او له پیاوړو لوبغاړدو سره یې په روزنیز کمپ کې کار وکړ.
هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان کرکټ نور هم پرمختګ وکړي او د نړۍ یو له پیاوړو لوبډلو څخه وګرځي.

Visits: 146

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.