ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان ته د ګرځندویانو پام ډېر شوی

بامیان ته د ګرځندویانو پام ډېر شوی

author avatar
12 May 2022 - 15:07
بامیان ته د ګرځندویانو پام ډېر شوی
author avatar
12 May 2022 - 15:07

بامیان (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): په دې وروستيو کې په باميان کې د ګرځندویانو حضور ډېر شوی او يو شمېر یې د امنيتي وضعيت له ښه والي خوښي څرګندوي.

د «بندامیر» ملي پارک، «ضحاک ښارګوټی»، «اژدر دره»، «غلغله ښار»، «چهل دختران»، «یخی غار»، «د بودا لوی بتونه»، «شاهي ښار»، «بالا حصار» او «څلویښت برجونه» په باميان کې هغه تاریخي او تفریحي سیمې دي چې هر کال د هېواد دننه او بهر ګڼ شمېر سیلانیان ترې لیدنه کوي.

د ۴۱زره هکتاره ځمکې په مساحت دغه بند د ۱۳۸۸ لمریز کال په لومړیو کې د پنځو طبیعي حوضونو په درلودو سره په افغانستان کې د لومړي ملي پارک په توګه وپېژندل شو چې هره ورځ سلګونه ګرځندویان ترې لیدنه کوي.

د تېر کال له سياسي بدلون وروسته باميان ته د تلونکو سيلانيانو شمېر کم شوی و، خو په دې وروستيو په دغه ولایت کې بېرته ډېر شوي دي.

د باميان د کرنې رييس ملا ګلاب الدين چې په دغه ولایت کې د بند امير دروازې مسوول هم دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې په ځانګړې توګه له تېر کوچنې اختر وروسته، په دغه ولایت، په ځانګړي ډول په بند امير کې د سيلانيانو شمېر ډېر شوى دى.

هغه وايي، په تېرو ۹ ورځو کې یې بندامير ته د سيلانيانو د لېږ بېلابېلو موټرو ته له ٢٢٠٠ ډېر ټکټونه وېشلي دي.

نوموړي وویل، په تېرو ۹ ورځو کې بند امیر ته تللو ګرځڼدویانو شمېر تر ۱۳۵۰۰ کسانو اوړي چې د پام وړ زیاتوالی ښيي.

په ورته مهال، په بند امير کې د يوه هوټل مالک حسين علي پژواک ته وويل: «له کوچني اختر وروسته د سيلانيانو شتون زيات شوى او زموږ د کاروبار وضعيت هم ښه شوى دى.»

نوموړی وایي، له سياسي بدلون وروسته دغه ولايت ته د ورتلوونکو سيلانيانو شمېر یو څه کم شوی و، خو په دې وروستيو کې د دغه ولايت تاريخي او لرغونو سيمو په ځانګړې توګه بندامير سيمې ته د ورتلوونکو سيلانيانو شمېر بېرته ډېر شوی دی.

د سرچينې په وینا، په دې وروستيو کې سلګونه کسانو له دغه بند او د دغه ولايت له نورو تاريخي سیمو ليدنه کړې ده.

ګرځندویان او سيلانيان په هېواد کې د امنيتي وضعیت له ښه والي خوښي څرګندوي.

د هلمند ولايت يو اوسېدونکي عالم ګل چې له خپلې کورنۍ سره یې دغه ولايت ته سفر کړی و پژواک ته وویل: «لومړى ځل دى چې باميان ته راغلو، دغه بند امیر مو له نږدې ووينو.»

هغه چې په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښته خوښ دی، وویل: «شکر الحمدلله سوله او ثبات په هېواد کې ټینګ شوي دي، په لاره کې له هيڅ امنيتي ستونزې سره مخ نه شوو، ډېر خوشحاله یو.»‎

هغه بامیان ښه تفریحي ‎ځای وباله او زیاته یې کړه: «لکه څنګه مو چې اورېدلي وو، بامیان ډېر ښکلي او یادپاتې کېدونکي ځایونه لري؛ د دغه ولایت له ځایي تولیداتو، لاسي صنایعو او تفریحي ځایونو استفاده زموږ د کورنۍ لېوالتیا او ښادي دوه برابره کړي دي.»

دغه راز د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی رستم علیزاده بامیان ته د خپل سفر په اړه وایي: «د لومړي ځل لپاره له خپلو دوستانو سره د بامیان لرغوني ولایت ته په یوه سیاحتي سفر راغلو؛ د دغه ولايت لرغوني ځايونه او طبيعي منظرې ځانګړې ښکلا لري چې هر لیدونکی د لومړي ځل لپاره ځان ته ورجذبوي.»

هغه په هېواد کې د امنیت له ټیګښته خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «مخکې مو نه شو کولای راشو؛ ځکه زموږ د هېواد امنیتي وضعیت ښه نه و، خو اوس الحمدالله امنیت ټینګ شوی او په لاره کې له هيڅ ستونزې سره مخ نه شوو، ډېر د خوښۍ ځای دی.

نوموړی وايي، د خپل څو ورځني سفر په لړ کې یې د بندامیر له سیمې، بودا او غلغلې څخه لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بامیان والي عبدالله سرحدي د ګرځندویانو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي: «په بامیان ولایت کې پوره امنیت رامنځته شوی او ټول کورني او بهرني سیلانیان کولای شي د اسلامي اصولو په مراعاتولو سره پرته له کومې اندېښنې دغه ولایت ته سفر وکړي او او د دغه ولایت له طبیعي ښکلاګانو ګټه واخلي.

د باميان امنيې قوماندانۍ وياند محمد خواني رسا هم په یوه ټيلېفوني اړیکه کې پژواک ته وويل، په اوسنيو شرايطو کې په مرکز او ولسواليو کې هيڅ امنيتي اندېښنه نشته، نو سيلانيان کولاى شي په پوره ډاډ او خوندیتوب سره دغه تاریخي ولايت ته سفر وکړي.

Visits: 111

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.