اټلانټا (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۱) : د جرمني پارلمان په افغانستان کې د دې هیواد شل کلن نظامي ماموریت د څیړلو او حقیقت موندنې لپاره ځانګړي کمیسیونونه ټاکي.
ددغه هېواد په پارلمان کې د لومړي وزیر اولاف شولتز د ائتلافي حکومت او سیاسي مخالفو ګوندونو جګپوړو غړیو د غبرګولي۱۲په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې ټاکل شوې دا دوه ځانګړي کمیسیونونه بله میاشت وړاندې تر دې چې پارلمان د اوړي په رخصتۍ ولاړ شي، ایجاد شي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې کمیسیونونو د جوړیدو هدف دا دی چې د څیړنو څخه یې د راتلونکي لپاره ترې زده کړه وشي.
له امریکا وروسته جرمني دویم هیواد چې د ناټو په چوکاټ یې کې ډیر سرتیري په افغانستان کې میشت او په شمال کې یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې مسؤلیت درلود.
تیر کال د نوي حکومت راتګ سره سم د جرمني ځواکونو د تخلیې په بهیر کې چې ګډوډي پکې ډیره وه، څه باندې ۵۳۰۰ کسان د افغانستان څخه په نظامي الوتکو کې وایستل.
خو ګڼ شمیر افغانان چې جرمني یې د ایستلو ژمنه کړې وه لا هم په افغانستان کې پاتې دي او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي هڅه کوي چې دغه کسان په بیلا بیلو لارو د افغانستان څخه وباسي.
په عین حال کې جرمني چارواکو څو ورځې وړاندې وویل چې پدې تیرو څو اوونیو کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان یې د پاکستان له لارې ایستلي دي.
تر جرمني وړاندې د برتانیې پارلمان هم په افغانستان کې د تخلیې په بهیر کې ددې هیواد د ځواکونو د ماموریت په هکله څیړنې وکړلې.
Views: 177
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن