فیض اباد/ کلات (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱): ځایي مسوولین وایي چې په زابل او بدخشان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۰ کسان نور ټپیان شوي دي.
زابل کې نن ماښام مهال د ښار صفا ولسوالۍ اړوند د ارهډ مانده په سیمه کې يو لوکسل موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چی روغتیایي ټیمونه او امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.
هغه زیاته کړه چې په دې پيښه کې اته کسان ټپیان شوي خو د دوو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې، په بدخشان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي پژواک ته وویل چې نن مازدیګر چې یو سراچه موټر د بهارک ولسوالۍ او فیض اباد ترمنځ پر عمومي لاره له یوه پلګوټي سره لګېدلی چې له امله یې یو کس مړ او دوه ژوبل شوي دي.