ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په يوه ځنګله کې هم اور لګېدلی

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په يوه ځنګله کې هم اور لګېدلی

author avatar
13 Jun 2022 - 23:55
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په يوه ځنګله کې هم اور لګېدلی
author avatar
13 Jun 2022 - 23:55

جلال اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): له نورستان، کونړ او خوست وروسته د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هم په يوه ځنګله کې اور لګېدلی خو ځايي خلکو او چارواکو يې د مهارولو هڅې پيل کړې دي.

چارواکي وايي، اور نن د دې ولسوالۍ د اوغز تنګي په درشلو ناو سيمه کې لګېدلی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو برخې مسوول قريشي بدلون پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د دغه ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د اوغز سيمې ځنګله کې اور لګېدلی دی.

دی وايي، ځايي چارواکو د قومي خلکو په همکارۍ د اور مهارولو هڅې پيل کړې او هيله من دي چې ژر مهار شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېره ورځ هم د دې سيمې په یوه بل ځنګله کې اور لګېدلی و خو هغه هم د قومي خلکو په همکارۍ مهار شوی دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي شين‌ګل شينواري پژواک ته وويل، اور ډېر پراخ شوی نه دی او هيله مندي ډېر ده چې ژر مهار شي.

له دې مخکې د نورستان، کونړ او خوست په ځنګلونو کې هم اور لګېدلی و خو د خوست اورلګېدنه د ځايي خلکو له خوا تر نورو ژر کنټرول شوه.

Visits: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.