ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شیرین‌ګل: اولاد مې په سختۍ رالوی کړل خو د مور ورځې تشه مبارکي یې هم رانه کړه

شیرین‌ګل: اولاد مې په سختۍ رالوی کړل خو د مور ورځې تشه مبارکي یې هم رانه کړه

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): يوه سپين سرې مور چې ځواني يې د خپلو بچیانو لپاره قرباني کړې، وايي چې ټولو اولادونو یې یوازې پریښې او بهر ته تللي او ان د مور ورځې مبارکي یې هم نه ده ورکړې.

پژواک خبري اژانس د غبرګولي په ٢٤مه، د مور ملي ورځې په مناسبت له يو شمېر مېندو سره مرکې کړې دي.

۶۴ کلنه شیرین‌ګل په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدې،  پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول ژوند يې له خپل اولاده قربان کړ، هغوی یې لوی يې کړل او وه یې رسول؛ خو ټولو اوس نوموړې یوازې پرېښې ده.

شیرین‌ګل چې ۳۵ کاله مخکې یې خپل خاوند له لاسه ورکړی او خپل څلور زامن یې په سختیو لوی کړل، وايي: «له درده ډک ژوند تېروم، اولادونو پرېښودم او بهر ته لاړل، وه یې نه ویل چې ولې خپله سپین سرې مور یوازې پرېږدو.»

د نوموړې په ​​وينا، اولادونه يې په ډېر چل لاړل او ويل يې چې مورجانې تا ته به پېسې رالېږو، خو د پيسو یې هېڅ درک نشته.‎

نوموړې زیاته کړه: «دوه لوڼې او څلور زامن لرم، لوڼې مې واده شوې او بې له هغه هم لورګانې د خلکو مال وي، نه شي کولای مرسته وکړي، خو څلور زامن مې بهر ته لاړل او موږ یې یوازې پرېښي یو، څومره په سختیو مې لوی کړل، دوی یې په دې ډول بدل راکړ.»

شیرین‌ګل وايي، یو زوی یې هم د مور د ورځې په مناسیت مبارکي نه ده ورکړې چې دغه کار د نوموړې د ناهیلۍ لامل شوی دی.

هغه وایي: «خپل اولادونه مې په زرګونو ستونزو سره لوی کړل، خو د مور د ورځې یوه تشه او وچه مبارکي یې هم رانه کړه، زنګ یې ونه واهه.»‎

په ورته مهال، د ماري په نوم یوه کونډه چې د ۵ کوچنیو او لویو اولادونو مور ده، پژواک ته وویل: «د مور د ورځې په اړه په څه نه پوهېږم، له سهاره تر ماښامه خیاطي کوم او د خلکو په کورونو کې کار کوم څو خپلو اولادونو ته یو مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»

۲۸کلنې ماري له اوښکو په ډکو سترګو وویل: «زړه مې سوی سوی دی، چا راسره همکاري ونه کړه، ما چې خپل خاوند له لاسه وکړی، پرېکړه مې وکړه چې باید کار وکړم او د خپلو اولادونو لپاره هم مور شم او هم پلار.»

د ماري اولادونه زده‌کوونکي دي او هڅه کوي څو هغوی زده کړې وکړي او لوی شي.‎

هغې وويل: «کله مې چې خاوند مړ شو، ټولو راته وويل لاړه شه بل مېړه وکړه، خو وجدان مې اجازه رانه کړه چې اولادونه مې يوازې پرېږدم او مجبوره شوم چې کار وکړم.»

هغې له حکومته وغوښتل: «غواړم کار ډېر شي څو وکولای شم کار وکړم او له دې چې د خلکو په کورونو کې وم، ښه ده چې کار وکړم او د خپلو اولادونو لپاره حلاله ډوډۍ ترلاسه کړم.»

دغه راز د کابل اوسېدونکې ۳۷ کلنه پلوشه چې د کورني تاوتریخوالي له امله له خپل خاونده جلا شوې، وویل: «زړه مې له درده سوځي، زړه مې درد کوي، خاوند مې طلاق راکړ، د مور ورځ ما زما او زما اولادونو لپاره یوه توره ورځ ده، له دې ورځې ښه خاطره نه لرم، د مور ورځ هغه ورځ ده چې زما ژوند پکې تباه شو، خاوند مې پر همدې ورځ په یوه ناحقه خبره راته طلاق راکړ.»

هغه چې له ۹ میاشتو راهیسې له هېواده وتلې او په ایران کې شپې او ورځې تېروي، وویل: «‎شپږ اولادونه لرم، پنځه لوڼې او یو زوی، زه یوازې یو زوی لرم، د زړه ټوټې مې راسره نشته، د هر یوه د نه شتون له امله ځورېږم، هر یو راته ځانګړی ځای لري.»‎

هغه چې غرېو نیولې وه ویې ویل: «کله کله وایم چې کاش هېڅ دنیا ته نه وای راغلې، ځکه ډیره بد بخته یم، یا وایم کاش چې اولاد مې نه درلودای څه یې کړم؟ اولادونه به مې څنګه کېږي، ځینې وخت مې اولادونه راته غوسه کېږي چې ولې نه راځې، خو له چا سره لاړه شم؟ چېرته لاړه شم؟ او څه وکړم؟.»

هغه وايي، کله کله له خپل خاوند سره خبرې کوي خو له هغه څخه ښه خاطره نه لري.

هغې زیاته کړه: «هیڅ وخت راپسې ونه درېد، زه یې هېڅکله درک نه کړم، تل یې سپکه کړم.»‎

پلوشې څرګنده کړه: «زړه مې درد کوي خو څه وکړم، بله هېڅ چاره نه لرم، که افغانستان ته لاړه شم څه وکړم، زه درې میاشتې د خپلې مور په کور کې ومُ، کله چې نظام بدل شو نو مور مې پریکړه وکړه چې باید لاړ شو، زه حیرانه پاتې شوم چې څه وکړم، ځکه له خاوند څخه خو خلاصه شوم، زه هم مجبوره شوم چې ورسره لاړه شم، لاړم خو خپلې د زړه ټوټې مې یوازې پرېښودې خو له زړه مې خدای خبر و.»

دغې ځورېدلې مور د مور په دې ورځ هیله لري څو دغه ستونزې هوارې شي او وکولای شي چې اولادونو ته یې ورشي؛ ځکه له اولادونو لرېوالی ورته سخت شوی دی.

دا ورځ چې هر کال په بېلابېلو دولتي ادارو کې نمانځل کېده، نن ماسپښین د «سوداګرو» ښځو له لوري په کابل کې ​ونمانځل شوه.

Visits: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.