[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر کال کې له ۷۳زره ټنه ډېره پنبه له هېواده بهر صادر شوې ده.
دغه وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د صادر شوې پنبې ټولیز ارزښت ۴۶ میلیونو امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغې پنبې ډېره برخه پاکستان او تاجکستان ته صادره شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په هلمند، کندهار او کندوز ولایتونو کې د هېواد په کچه تر نورو ډېره پنبه تولیديږي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن