ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ریاست الوزراء: هغو کسانو سره قانوني چلند کېږي چې د تېلو بیې قصدي لوړوي

ریاست الوزراء: هغو کسانو سره قانوني چلند کېږي چې د تېلو بیې قصدي لوړوي

author avatar
4 Jul 2022 - 23:56
ریاست الوزراء: هغو کسانو سره قانوني چلند کېږي چې د تېلو بیې قصدي لوړوي
author avatar
4 Jul 2022 - 23:56

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : ریاست الوزراء وایي چې په هېواد کې د تېلو د نرخونو د ټیټولو په موخه له ټولو ممکنه لارو کار اخلي، خو څوک چې قصداً بیې لوړې کړي قانوني چلند ورسره کیږي.

د پژواک د راپور له مخې، دوه ورځې مخکې یو لیټر پیټرول په ۸۸ افغانۍ  او ډیزل ۱۱۵ و، خو ویل کیږي چې ډیزل ۱۲۰ ته رسیدلی بلخوا په کندهار کې نن یو لېټر پټرول په ۹۰ او یو لېټر ډېزل په ۱۳۰ افغانۍ پلورل کېدل.

د تېلو د نرخونو په اړه د خلکو تر شکایتونو وروسته د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې د تېلو د نرخونو په لوړولو او د بحراني حالت په رامنځته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري.
سرچینې زیاته کړې، معاونیت د نرخونو د راټیټولو په اړه له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او هغه اشخاص تعقیبوي څوک چې د دې عمل مرتکب کيږي. د ادعاوو د ثبوت په صورت کې به له عاملینو سره سخت قانوني چلند ترسره او د تېلو د تجارتي جواز په اړه به یې جدي غور وشي.
عام هیوادال وايي، که څه هم د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو بیې د پام وړ ټېټې شوي، خو برعکس د تیلو بيې پورته شوي او ورسره کابل ښار او د لویو لارو د موټرو کرایې هم پورته شوي دي.
په ورته مهال د تیلو سوداګرو وايي چې د یوکراین جګړې له امله د تیلو او نورو نفتي موادو بیې نړیوالو بازارونو کې پورته شوي دي.
د موسی خان صافي په نامه یو تن فیسبوک کې لیکلي چې د تیلو مافیا دا نرخونه لوړ کړي او باید کنټرول شي.

Visits: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.