ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل امنیه قوماندان: امنیت تامین دی، خلک دې پرته له کومې وېرې مېلې وکړي

د زابل امنیه قوماندان: امنیت تامین دی، خلک دې پرته له کومې وېرې مېلې وکړي

author avatar
9 Jul 2022 - 01:35
د زابل امنیه قوماندان: امنیت تامین دی، خلک دې پرته له کومې وېرې مېلې وکړي
author avatar
9 Jul 2022 - 01:35

کلات (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د لوی اختر د شپو ورځو لپاره یې له لا مخکې کلک امنیتي تدابیر نیولي څو د دغه ولایت اوسېدونکي د اختر  شپې او ورځي په ارامۍ او خوښۍ سره ولمانځي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان ایوب اخنذاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی د لوی اختر لپاره لا له مخکې امنیتي پلان برابر کړی و چې له مخې به یې پولیس، د پولیسو خاص ځواکونه، اردو او د استخباراتو موظفین په ښار او ولسوالیو کې سیارې ګزمې ترسره کوي او د ښار په واټونو کې یي د امنیت ټینګښت لپاره چک‌پاینټونه ایجاد کړي دي.

نوموړي د کلات ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي سرتيري د دوی په چوپړ کي دي او کولای شي پرته له کومې ویرې په ښار او ولسوالیو کې خپلي خوښۍ ولمانځي او عنعنوي میلې ترسره کړي.

د زابل استخباراتو رییس مولوي شادان بیا وايي چې د لوي اختر د امنیتي پلان له مخې په کلات ښار او ولسوالیو کې له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او په ښار کې دوامداره ګزمې او تلاشۍ لري.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونه یو  له بل سره بشپړه همکاري او همغږي لري.

پر همدې اساس د زابل سرپرست والي سلیمان اغا بهیر د دغه ولایت پر شتمنو او بډایو خلکو غږ وکړ چې د لوی اختر په مناسبت دې د بېوزلو لاسنیوي وکړي.

نوموړي دغه راز هیله وښوده چې د کلات ښاریان به د ښاري نظم ساتلو ترڅنګ له امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.

کلات ښاریان او د ولسوالیو اوسېدونکي هم د لوی اختر د نېکمرغو ورځو لمانځلو لپاره په چمتووالي بوخت دي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي سمیع الله پژواک ته وویل چې په ولایت کې پوره امن دی، خو اقتصادي ستونزې ډېرې دي او ترڅنګ یې په ښار کې د توکو نرخونه لوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له اختر مخکې نرخونه یو ډول وو، خو د اختر په رانږدې کېدو سره نرخونه لوړ شوي چې باید مسوولین ورته پاملرنه وکړي

Visits: 103

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.