ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبیعي افتونو میدان وردګو کې د باغونو حاصلات زیانمن کړي

طبیعي افتونو میدان وردګو کې د باغونو حاصلات زیانمن کړي

author avatar
11 Jul 2022 - 08:18
طبیعي افتونو میدان وردګو کې د باغونو حاصلات زیانمن کړي
author avatar
11 Jul 2022 - 08:18

میدان ښار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د میدان وردګ ولایت ځيني بڼوال وايي چې د اوبو کمښت، بې وخته ورښتونو او د هوا بدلون يې حاصلات زيانمن کړي دي.

هغوی زیاتوي چې سږ کال يې هم حاصلات کم دي او هم يې نرخونه ټيټ دي؛ ځکه کيفیت نه لري.

د چک ولسوالۍ یوه باغوان حمدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوبو کمښت او بې وخته ورښتونو او هوا سړېدو له امله يې حاصلات د پخوا په پرتله ډېر کم دي.

د هغه په وينا: «سږ کال د زردالو حاصلات نیم په نیم شوي، د وچکالۍ له امله چې اوبه نشته؛ ځکه ډېره وچکالي ده

د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي حسیب الله هم وويل چې له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره سره يې  باغونو حاصلات  ورکړي، خو په خبره يې چې د پخوا په پرتله کم او نرخونه يې ډېر ټيټ دي؛ د مېوې کيفیت د بې وخته ورښتونو له امله خراب دی او حاصلات يې خپل لګښتونه نه شي پوره کولای.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د حاصلاتو ساستنې او بازارموندنې په برخو کې دې له بڼوالو سره مرسته وکړي.

د دغه ولایت مسوولين هم د بڼوالو شکايتونه پر ځای ګڼي، خو وايي چې د راتلونکي کال لپاره به د باراني اوبو زېرمه کول او د ژورو څاګانو بندول د دوی کاري لومړيتوب وي.

د ياد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي صفي‌الله راید پژواک ته وویل چې د اوبو د کمښت ستونزه د ټول هېواد په کچه موجوده ده.

د هغه په خبره: «د راتلونکي کال لپاره د اوبو زېرمه کول او د ژورو څاګانو بندول به مو لومړيتوب وي.»

نوموړي دغه راز زياته کړه چې د بزګرو او بڼوالو د محصولاتو لپاره د بازارموندنې په اړه د سوداګرۍ له وزارت سره خبرې شوې دي.

هغه وویل، یاد وزارت ژمنه کړې چې د بزګرو او بڼوالو حاصلاتو ته به له هېواده بهر بازار پيدا کړي.

Visits: 154

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.