ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله کابل ته ورسېدله

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله کابل ته ورسېدله

author avatar
15 Jul 2022 - 00:08
د افغان حاجیانو لومړۍ ډله کابل ته ورسېدله
author avatar
15 Jul 2022 - 00:08
کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : د افغانستان د حاجیانو لومړۍ ډله د حج فریضې تر ادا کولو وروسته له جدې څخه کابل ته ورسېدله.
د افغانستان د حج ، ارشاد او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني پژواک اژانس ته وویل،  افغان حاجیانو سږکال پرته له کومي ستونزې د فرضي حج مراسم په ښه توګه ترسره کړل او لومړۍ ډله یې چې شاوخوا (۷۰۰ ) تنه حاجیان دي ، په دوو الوتکو کې کابل ته ورسېدل.
هغه زیاته کړه، یادو حاجیانو ته د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت یو شمېر مسوولینو او کارکونکو له لوري د ګلونو په ورکولو سره هرکلی وشو.
حسیني وایي،  شاوخوا (۶۰۰۰) تنه حاجیان چې لومړی سعودي ته رسېدلي وو او له حج مراسمو مخکې مدینې منورې ته تللي وو، هغوی به په لومړیو الوتنو کې هېواد ته ستنېږي او کوم حاجیان چې مدینې منورې ته نه دي تللي، هغوی به وروستي پړاو کې هېواد ته را ستانه شي.
د يادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د آریانا افغان او کام اير هوايي شرکتونو ترمنځ د فرضي حج سفر او راستنېدو هوکړی په اساس يادو شرکتونو په مساوي توګه د (۴۱) الوتنو په ترڅ کې د ذوالقعدې له ۱۳مې نېټې څخه ذوالحجې تر ۴مې نېټي پورې د مرکز، کندهار، بلخ او هرات زونونو له لارې سعودي عربستان ته حاجیان انتقال کړل.
دغه راز  له دې وروسته به هم یاد شرکتونه د افغانستان حاجیان هیواد ته ولیږدوي.
د یادونې چې سږ کال له افغانستان څخه ۱۳ زره ۵۸۰ تنه افغانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي وو.

Visits: 165

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.