کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وایي، د ۴۰زره افغان پناهغوښتونکو د منلو پروګرام له لارې یې تر اوسه د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي، خو د نورو د منلو او کاناډا ته د استولو توان نه لري.
د راپورنو له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له واکمنېدو څو اونۍ وړاندې ویلي و چې ۴۰زره افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي. د دغه پروګرام له لارې په تېرو نږدې یوولسو میاشتو کې ۱۶زره افغانان کاناډا ته تللي دي.
د بيبيسي د راپور له مخې، د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ویلي، تر اوسه یي د ۱۸زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي او نور هغه غوښتنلیکونه نه شي منلی چې د دغه هېواد دفاع وزارت یې ورسپاري.
که څه هم د کډوالو د دغه ځانګړې پروګرام انټرنېټي پاڼه فعاله ده، خو د کاناډا د کډوالۍ د چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دغه پروګرام د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
له بلې خوا د افغان مېرمنو لپاره د کاناډا د مرستندویه بنسټ اجرایوي مشره لورین اوتس ویلي، هغه کسان چې په افغانستان کې یې له کاناډایانو سره کار کړی او افغانستان کې پاتې دي، له ګواښونو سره مخ دي.
هغې د کاناډا له حکومته غوښتي چې د افغانانو لپاره دا ځانګړی پروګرام د یوه بل کال لپاره هم وغځوي.
کاناډا دا پروګرام داسې مهال تړي چې د نړۍ په څو هېوادونو کې زرګونه افغانان کاناډا او نورو هېوادونو ته د تګ لپاره په تمه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت عمومي عفوه اعلان کړې ده.
د اسلامي امارت مشر مولوي هبتالله اخوندزاده څه موده مخکې په کابل کې د علماوو په غونډه کې، له هېواده وتلو افغانانو ته د بېرته راتګ او دلته د خوندي ژوند کولو ډاډ ورکړ، ویې ویل چې هېڅوک په زاړه او پخواني جرم چې له بښنې وړاندې یې ترسره کړی وي، نه شي محاکمه کېدای.
Visits: 803
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن