Language

د افغانستان بانک سبا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، سبا یکشنبه (د چنګاښ ۲۶مه) شاوخوا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.

یاد بانک د خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.