ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محسن داوړ: وزیرستان یو ځل بیا ځایي طالبانو ته سپارل شوې

محسن داوړ: وزیرستان یو ځل بیا ځایي طالبانو ته سپارل شوې

author avatar
19 Jul 2022 - 00:09
محسن داوړ: وزیرستان یو ځل بیا ځایي طالبانو ته سپارل شوې
author avatar
19 Jul 2022 - 00:09

اټلانټا (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱) : د کوزې پښتونخوا وتلې سیاسي څېره اود ملي دیموکراتیک خوځښت مشر محسن داوړ وایي، چې په افغانستان کې د نظام تر سقوط وروسته حالات دلته هم خرابیږي او د پاکستان واکمنان یو ځل بیا وزیرستان ځایي طالبانو ته سپارلې ده.

داوړ چې له وزیرستان څخه د پاکستان د پارلمان غړی هم دی، دغه څرګندونې له پېښور ښار څخه په پښتو ژبه خپریدونکې وحدت ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو کې په وزیرستان کې هدفي وژنې او نورې نا امنۍ یو ځل بیا ډیرې شوې دي.

محسن داوړ وایي، په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د (ضرب غضب) په نامه کوم عملیات کړي وو، هغه په اصل کې (ضرب عذاب) عملیات وو.

نوموړي وویل، چې په دې عملیاتو کې د خلکو کورونه، دوکانونه ړنګ شول، د خلکو مالونه لوټ شول او د ځایي خلکو هرڅه له منځه یوړل شول.

دی وایي، بیا هم خلکو هیله درلوده، چې له دې عملیاتو وروسته به حالات ښه او په سیمه کې به سوله رامنځته شي، خو هر څه سرچپه شول، نه یواځې امنیت رانغی، بلکې ورځ تر بلې حالات نور هم خراب شول او اوس یو ځل بیا هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

داوړ زیاته کړې : ” دا کیسې روانې وې، هلته سیاسي پاڅون وشو، او په دې مینځ کې په افغانستان کې هم نظام سقوط شو، چې له امله یې دلته هم حالات مخ په خرابېدو دی، ځکه موږ له لومړۍ ورځې ویل چې امریکا افغانستان ته د امنیت لپاره نه ده راغلې. “

هغه په وینا،  دلته په وزیرستان کې هم د پاکستان پوځ د عملیاتو موخه امنیت راوستل نه وو ، خپلې موخې یې درلودلې، د افغانستان او وزیرستان قضیه یوه ده.

محسن داوړ د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) ترمنځ له روانو مذاکراتو هم ډاډمن نه دی او وایي چې له دې مذاکراتو وروسته، ټوله سیمه یو ځل بیا طالبانو ته وسپارل شوه.

نوموړي ادعا وکړه، چې دوی یو ځل بیا وزيرستان طالبانو ته حواله کړو، طالبان سیمې ته راغلي دي، تر مازیګر په پوستو کې پاکستاني پوځیان ولاړ وي، او له مازیګر وروسته طالبان خپلې ګزمې کوي.

هغه وایي: ” د پاکستان سیاسي ګوندونه په افغانستان کې د شریعت ملاتړ کوي، خو خپل هېواد کې بیا د جمهوریت خوښوي، دوی پاکستان کې د جمهوریت له لارې اسلامي نظام غواړی، خو په افغانستان کې د ټوپک له لارې یې غوښتل.“

له وزیرستان څخه د پاکستان د پارلمان دغه غړی وایي چې که د پاکستان واکمن قوتونه یو ځل بیا قبایلي سیمې ځایي طالبانو ته وسپارل ، نو دا ځل له دې څخه نور پاکستان هم نه شي ژغورل کیدای.

محسن داوړ دغو قوتونو ته په اشارې سره وایي، د مذهبي لېونتوب کومه لوبه چې دوی پیل کړې ، ډیر ژر به دا ټول پاکستان ته ورسیږي او بیا به یې کنټرولول اسانه کار نه وي.

هغه وایي، دلته امنیت ځکه نه راځي چې اراده یې نشته، نا امني د واکمنانو تګلاره ده.

Visits: 534

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.