ژبه

مالیې وزارت: یوازې یوه ریاست کې مو له ښځینه کارمندان اختیاري غوښتي چې پر ځای دې د کورنیو نارینه معرفي کړي

اتلانتا (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د مالیې وزارت هغه خبرونه رد کړي چې ګواکې ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کوي او پر ځای یې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي ګوماري، خو دا یې منلې چې دغه کار یې یواځې په یو ریاست کې کړی دی.

له دې مخکې د بریتانیا یوې ورځپاڼې (ګارډین) راپور ورکړی و چې د افغانستان سرپرست حکومت د مالیې وزارت له خپلو ټولو ښځینه کارکوونکو غوښتي چې کار ته دې نه ورځي او خپلو ځایونو ته دې د کورنۍ نارینه غړي ور معرفي کړي.

https://twitter.com/afghanistanmof/status/1549377432033058817?s=20&t=axENFqDrDCFtG3QYC2mDzg

خو د مالیې وزارت  هغه خبرونه او ګنګوسې چې په رسنیو کې د مالیې وزارت اړوند د ښځینه کارکوونکو په اړه خپاره شوي چې ګویا دغه وزارت خپلې ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې او پر ځای یې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي راغوښتي، ردوي.

د دغه وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۶مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت اړوند یوازې د عوایدو عمومي ریاست د کاري فشار کمولو او د چارو د چټکتیا په موخه خپلو ښځینه کارکوونکو ته اختیار ورکړی چې کولی شي د کورنۍ نارینه غړي یې د خپل ځای ناستي په توګه یاد ریاست ته ور معرفي کړي، څو د دغه ریاست په ورځنیو چارو کې خنډ واقع نه شي.

سرچینې زیاته کړې، د دې موضوع په تړاو د ښځینه کارکوونکو له لوري د کورنۍ غړو معرفي کول اختیاري دي.