Language

منصور: په نږدې راتلونکي کې به له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژه پیل شي

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د اوبو او برېښنا وزارت که څه هم د اوبو له کمېدو او د وچکالۍ کچې له ډېرېدو خبر ورکوي خو وايي چې د اوبو په برخه کې پر ٣٦٥ لويو او کوچنيو پروژو کار روان دى.

دغه څرګندونې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د زمري په لومړۍ نېټه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د اورښتونو د کموالي له امله وچکالي زیاته شوې او شاوخوا ۸۰ سلنه بزګران د اوبو له کمښت سره مخ دي.

خو نوموړی وایي، دوى هڅه کوي چې په هېواد د وچکالۍ مخنیوي په خاطر د اوبو لوى او کوچني بندونه جوړ کړي.

login or register a new account.

Related Topics