ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد:  پیر اغا په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی

مجاهد: پیر اغا په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
26 Jul 2022 - 01:00
مجاهد:  پیر اغا په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
26 Jul 2022 - 01:00

اتلانتا (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱۹): د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د پیر اغا په نوم د اسلامي امارت مهم غړي د غزني ولایت مربوطاتو کې په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

مجاهد د چنګاښ په ۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پیر اغا چې تازه له حج څخه راستون شوی و، له کابل څخه کندهار ته پر لاره و چې د غزني ولایت په مربوطاتو کې یې موټر ترافیکي پېښه کړې ده.

خو هغه دا نه دي ویلي چې په دې پېښه کې بل چا ته هم زیان اوښتی که نه.

مجاهد زیاته کړې: ((پيراغا په تېرو شلو کلونو کې په بېلابېلو محاذونو کې  د یوه متدین، مخلص او ژمن مجاهد په توګه د  اسلامي امارت تر قیادت لاندې نه ستړي کېدونکي جهادي خدمتونه کړي.))

په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو لیکلي چې پیر اغا په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې جګړو کې مهم رول درلود او هغه د امارت د ځانګړو قطعو قومانده پر غاړه لرله.

بلخوا د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ټویټر کې لیکلي چې پیر اغا د طالبانو په لومړۍ دوره کې د ننګرهار او پکتیا ولایتونو د والي په توګه هم دندې ترسره کړې وې.

Visits: 3072

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.