ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو نړۍوال پروګرام ننګرهار کې له ۹۰ زره بېوزلو کورنیو سره مرسته کوي

د خوړو نړۍوال پروګرام ننګرهار کې له ۹۰ زره بېوزلو کورنیو سره مرسته کوي

author avatar
26 Jul 2022 - 15:11
د خوړو نړۍوال پروګرام ننګرهار کې له ۹۰ زره بېوزلو کورنیو سره مرسته کوي
author avatar
26 Jul 2022 - 15:11

جلال‌اباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ژمنه کړې چې په دغه ولايت کې له ۹۰ زره بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د زمري په ۴مه پژوک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ليکلي، په ختيځ کې د خوړو نړۍوال پروګرام مرستيال ډاکټر اجمل مومند د ننګرهار له مرستیال والي مولوي امين‌الله سره پرون ناوخته ليدلي دي.

په خبرپاڼه کې د ډاکټر اجمل له قوله راغلي، په ننګرهار کې يې په لومړۍ دوره کې ۱۳۰ زره بېوزله وګړو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې شوې او په دويمه دوره کې به له يوې شفافې او بايومټريک پروسې وروسته له ۹۰ زره اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

هغه زياته کړې چې له يادو کورنيو سره به هره مياشت ۳۸۰۰ افغانيو نغدي يا په همدې ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز وویل، ډېر ژر به د اورښتونو له امله له زيانمن شوو کورنيو سره هم ورته مرستې ترسره کړي.

خبرپاڼه کاږي چې د ولايت سرپرست مرستيال مولوي امين الله د WFP موسسې له مسوولينو مننه وکړه او لارښوونه يې وکړه چې د بېوزلو کورنيو په پېژندلو کې د سيمې له مخورو، د ګذر له وکيلانو او ملا امامانو همکاري واخلي.

د نړۍوالو بنسټونو د يوې ادعا او سروې پر بنسټ، په افغانستان کې له هرو سلو کسانو ۹۵ هغه يې بشپړ خواړه نه لري او مرستو ته اړتيا لري.

Visits: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.