کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیندنه کې ویلي، د تاشکند غونډه د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره جوړه شوې ده.
یاده غونډه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی هم په کې ګډون لري، د نړۍ د شلو هېوادونو د استازو په ګډون نن پیل شوه او دوه ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر ویلادیمیر نوروف سره تېره ورځ کتلي دي.
سرچينې لیکلي، نوروف د تاشکند ناسته کې د افغانستان د لوړپوړي پلاوي د ګډون له امله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې به د افغانستان پرمختګونه بیان شي څو د ګډونوالو قناعت ترلاسه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوروف په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هرکلی کړی، زیاته کړې یې ده چې د ازبکستان ولسمشر د افغانستان سولې او ثبات ته ځانګړی پام کوي او له دې فرصت څخه په استفادې د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور پر رېل ګاډي په جدیت سره کار کوي.
هغه ویلي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به منځنۍ او سوېلي اسیا له یو بل سره وصل شي او له دې لارې به د افغانستان اقتصاد ډېره وده وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي: «پخوا به د افغانستان د مسئلې په اړه د مذاکراتو، اوربند، اورکم او د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو کنفرانسونه دایرېدل؛ خو دا ځل د افغانستان د اقتصادي پراختیا په باب نړۍواله ناسته رابلل کېږي چې دا ښه پرمختګ دی.»
متقي په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې ډاډمن امنیت د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځ ه کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي: «په ځانګړې توګه د هغو عناصرو پر خلاف چې څه موده وړاندې يې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر پوله د ورانکارۍ هڅه کړې وه، د بریالیو عملیاتو په اړه د امنیتي سکټور مسوولینو معلومات ورکړل.»
مولوي امیرخان متقي ویلي: «اسلامي امارت پر خپلو کړو ژمنو ټینګ ولاړ دی او هیڅ ډلې او یا فرد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د درېیم هېواد پر خلاف وکاروي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د رېل پټلۍ پروژې په اړه د افغانستان چمتووالی په ګوته کړی او یادونه یې کړې چې په دې اړه له ازبکستان او پاکستان سره په مذاکراتو کې ښه پرمختګ شوی او اوس به عملي کار پیلېږي.