ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او ځیني ولایتونه زلزلې ولړزول

کابل او ځیني ولایتونه زلزلې ولړزول

author avatar
27 Jul 2022 - 04:32
کابل او ځیني ولایتونه زلزلې ولړزول
author avatar
27 Jul 2022 - 04:32

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د هېواد په پلازمېنه کابل او شاوخوا ولایتونو کې یو ځل بیا زلزله وشوه، خو تر اوسه یې د ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا زلزله د کابل په وخت د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه وشوه او په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم محسوس شوې ده.

د کابل اوسېدونکي وایي،چې د تېر ځل په پرتله دا ځل زلزله یو څه اوږده وه.

د زلزلې سنجونې یوې نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په ۵۳ کیلو مترۍ کې و.

سرچینې زیاته کړې چې زلزله د ریختر په کچه ۴،۹ درجې وه او ټکانونه یې په پاکستان او د هند په ځینو لوېدیځو برخو کې هم محسوس شوي دي.

دې زلزلې د کابل ترڅنګ ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، پروان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، کندوز او تخار ولایتونه هم لړزولي دي.

د یادونې ده، تېره میاشت په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلې له امله تر ۴۰۰۰ زره ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

Visits: 137

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.