بامیان (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د بامیان ولایت مطبوعاتي دفتر وایي چې چین د حاجیګک اوسپنې کان د استخراج په موخه په دغه ولایت کې د برېښنا د تولید یوه لویه فابریکه جوړوي.
د دغه ولایت د والي دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي په دې اړه د چین جمهوري دولت له با صلاحیته او د کانونو او پترولیم وزارت له استازو سره خبرې کړې دي.
سرچینې ویلي، والي د چین دولت له استازي سره د کلیچ د ډبرو سکرو کان چې د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ کې موقعیت لري د څېړنې په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر کړی، څو د حاجیګګ د اوسپنې کان د استخراج او د اوسپنې ویلي کولو په موخه، د یوې حرارتي برېښنا د تولید فابریکې جوړولو په اړه خبرې وکړي.
د دې سرچېنې له قوله د چین باصلاحیته استازو ویلي، د حاجیګګ د اوسپنې د استخراج او اوسپنې ویلي کېدو او په کهمرد ولسوالۍ کې په «کلیچ» سیمه کې د برېښنا د فابریکې جوړولو په اړه د چین دولت او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ خبرې روانې دي چې تر اوسه یې ښې پایلې لرلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن