ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن یوځل بیا کرونا شوی

د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن یوځل بیا کرونا شوی

author avatar
31 Jul 2022 - 02:56
د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن یوځل بیا کرونا شوی
author avatar
31 Jul 2022 - 02:56

اتلانتا (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د کرونا ټسټ یو ځل بیا مثبت راغلی دی.

له سپینې ماڼۍ څخه د زمري په ۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ولسمشر بایډن د کرونا ټسټ وشو، خو یو ځل بیا یې نتیجه مثبته راوتلې ده.

 بایډن په یوه لنډه ویډیویي پیغام کې چې پخپل ټویټر پاڼه کې یې خپور کړی، ویلي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر دې مخکې د جولای په ۲۲مه، هم د بایډن د کرونا نتیجه مثبت راغلې، خو د جولای په ۲۷مه، سپینې ماڼۍ وویل چې ټسټ یې منفی راغلی دی او ولسمشر مخ په ښه کېدو دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمسر بایډن یو ځل بیا قرنطین شوی دی، خو دفتري کارونه به په آن لاین بڼه کوي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې تر اوسه ۵۷۰ میلیونه انسانان پر کرونا اخته شوي چې ۶ میلیونه او ۳۲۰ زره یې مړه شوي دي. په امریکا کې د دې ناروغۍ له امله تر اوسه له یو میلیون زیات انسانان مړه شوي دي.

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.