ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقوقو څار سازمان، د افغانستان د بانکي سیستم په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی

د بشري حقوقو څار سازمان، د افغانستان د بانکي سیستم په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی

author avatar
5 Aug 2022 - 15:01
د بشري حقوقو څار سازمان، د افغانستان د بانکي سیستم په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی
author avatar
5 Aug 2022 - 15:01

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د بشري حقوقو څار سازمان، د افغانستان د بانکي سیستم په اړه د امریکا او د افغانستان سرپرست حکومت تر منځ د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ازادي راډیو د راپور له مخې، دغه سازمان په خپله هغه اعلامیه کې چې پرون (پنجشنبې) یې خپره کړې، ویلي دي، د افغانستان بشري بحران به تر هغو په اغېزمن ډول حل نه‌شي چې متحده ایالات او نور دولتونه په افغانستان کې د قانوني اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو د اسانتیا لپاره د دغه هېواد پر بانکي سکتور لګول شوي محدودیتونه کم نه کړي.

د امریکا او سرپرست حکومت د استازو ترمنځ وروستۍ خبرې چې د تاشکند نړیوال کنفرانس په څنډه کې د دواړو لورو ترمنځ ترسره شوې، دا هیلې یې رامنځته کړې وي، چې ښايي امریکا په تدریجي ډول د افغانستان پر بانکي سیستم محدودیتونه له منځه یوسي، خو اوس داسې اندېښنې موجودې دي، چې په کابل ښار کې د امریکا بې پیلوټه الوتکه برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو پېښه، د خبرو دغه لړۍ ته زیان ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته ویلي و، دواړو لورو د افغانستان مرکزي بانک کنګل شویو پیسو څخه د افغانانو په ګټه د درې نیم میلیارده ډالره د ګټه اخیستنې د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

رویټرز خبري اژانس هم په کابل او واشنګټن کې د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې د افغانستان او  امریکا ترمنځ د کنګل شوو پیسو د ځینو برخو د خوشې کولو په تړاو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د بشري حقوقو څار سازمان په اعلامیه کې د دغه سازمان د اسیا برخې ريیس جان سیفټن له قوله راغلی، په افغانستان کې د روغتیا او لوږې مخ په زیاتېدونکی ناورین فوري دی، چې په په بانکي بحران رېښه لري.

د ده په خبره، د نورو هېوادونو لپاره د «طالبانو» اعتبار او موقف ته له کتو پرته نړیوال اقتصادي محدودیتونه لا هم افغانستان د ناورین لور ته بیايي او عام افغانان ترې ځورېږي.

د یادونې ده، تېر کال په کابل کې تر سیاسي تحول وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه میلیارده شتمني کنګل کړې ده.

Visits: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.