ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډنډ‌پټان – خیبر پښتونخوا لار له دوو اونیو راهيسې تړلې ده

د ډنډ‌پټان – خیبر پښتونخوا لار له دوو اونیو راهيسې تړلې ده

author avatar
13 Aug 2022 - 18:17
د ډنډ‌پټان – خیبر پښتونخوا لار له دوو اونیو راهيسې تړلې ده
author avatar
13 Aug 2022 - 18:17

ګردېز (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د پکتيا د ډنډ‌پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او سوداګر وايي، د دغې ولسوالۍ او خیبر پښتونخوا لار له دوو اونیو راهيسې بنده ده او خلکو ته يې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

له یادې لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز مالونه لېږدول کېږي او کراچۍ بندر ته هم غځېدلې ده.

د پکتيا ولایت د ډنډ‌پټان ولسوالۍ په ګمرک کې د روزي‌الدین وردګ په نامه یوه سوداګر نن (د زمري ۲۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ د ډبرو سکرو درې موټر راوستلي، دوه اونۍ کېږي چې د لارې خلاصون ته انتظار يو، خو تراوسه د لارې په اړه هېڅ معلومات نلرو چې کله به خلاصه شي.»

نوموړی وايي، په دې سرحدي سيمه کې پر ډبرو سکرو بار موټرو په ګډون نور په زرګونه موټر ولاړ دي او ورځ تر بلې سوداګریز موټر راځي چې په سيمه کې يې د تم کېدو امکان نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.