غزني (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د غزني سیمهییز چارواکي وايي، له پرون راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۱۵۰۰ سېلابځپلو کورنیو سره د نغدو پیسو او غېر خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوې ده.
په دغه ولایت کې له طبیعي پېښو سره د چمتووالي رییس مولوي محمدعمر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له سېلابځپلو سره د نغدو پیسو او غېر خوراکي توکو مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړۍوالې ادارې/ UNHCR، د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP او کډوالۍ نړۍوال سازمان/ IOM له خوا چمتو شوې ده چې ارزښت یې ۱۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
هغه زیاته کړه: «د خوړو نړۍوال سازمان د غزني په رشیدانو ولسوالۍ کې له زرو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته یې ۴۹۰۰ افغانۍ ورکړې، د کډوالو نړۍوالې ادارې بیا د غزني په مرکز کې له دوه سوه کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه چې هرې کورنۍ ته یې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ امریکايي ډالر ورکړل، دغهراز د کډوالۍ نړۍوال سازمان بیا په ګیلان او مقر ولسوالیو کې له ۱۱۰ کورنیو سره د پخلنځي د وسایلو مرسته وکړه.»
دی وايي، دغه کورنۍ د اړوند ریاست او مرستندویه ادارو له خوا په ګډه سروې شوې وې او دا لړۍ روانه ده، څو د اوښتو زیانونه کچه معلومه شي او زیانمنو ته بشري مرستې ورسوي.
د نوموړي په خبره، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د یاد ولایت په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله درانه زیانونه اوښتي دي او زیانمن شوي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د غزني هغه سېلابځپلي چې مرستې یې تر لاسه کړې وايي، سېلابونو سخت ځپلي او باید دوامداره مرستې ورسره وشي.
د غزني د رشیدانو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د نغدو پیسو مرسته ورسره وشوه چې تر یوه وخته به د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
خو دی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې دوامداره مرستې وشي؛ ځکه سېلابونو یې کورونه او کرنیزې ځمکې له منځه وړې او هیڅ هم نه لري.
د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي عبدالحمید پژواک اژانس ته وویل چې له دوی سره دې د هغوی د ویجاړو شوو کورونو په رغولو کې مرسته وشي.
دی وايي، سېلابونو یې کور نړولی او اوس د سرپناه نشتوالي له ستونزې سره مخ دی.
دې وروستیو کې سېلابونو د غزني په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د درنو مالي زیانونو اړولو ترڅنګ د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
Visits: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن