ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قاري سعيد هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ده له يوې نجلۍ سره په زور واده کړی

قاري سعيد هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ده له يوې نجلۍ سره په زور واده کړی

author avatar
31 Aug 2022 - 11:15
قاري سعيد هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ده له يوې نجلۍ سره په زور واده کړی
author avatar
31 Aug 2022 - 11:15

کابل (پژواک، ۹ وږي ۱۴۰۱): د الهې په نوم يوه نجلۍ ادعا کوي چې قاري سعيد خوستي ورسره په زور نکاح کړې او تاوتريخوالى ورسره شوى؛ خو خوستى دغه څرګندونې ردوي، وايي چې د هغې په غوښتنه يې ورسره نکاح کړې وه او له دې امله چې عقيدتي ستونزه يې لرله طلاق يې ورکړ.

له تېرې ورځې راهېسې په ټولنیزو پاڼو کې یوه وېډیو لاس په لاس کېږي چې د الهې په نوم یوه مېرمن پکې ادعا کوي او وایي، د پخواني حکومت د یوه جنرال لور ده او د کورنیو چارو وزارت مخکني ویاند قاري سعید خوستي په زور ورسره نکاح کړې ده.

هغې همداراز ادعا کړې چې د خوستي له لوري وهل او ټکول شوې هم ده.

الهه په داسې حال کې اوس دا ادعا کوي چې په ټولنیزو پاڼو کې د قاري خوستي او الهې واده ته منسوب بلنلیک لاس په لاس کېږي او ترې څرګندېږي چې د هغوی واده د روان کال په غبرګولي میاشت کې ترسره شوی دی.

 خو د کورنیو چارو وزارت مخکني ویاند قاري سعید خوستي په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي: «۶میاشتې وړاندې مې د الهه نومې نجلۍ سره د هغې په غوښتنه واده وکړ، وروسته مې ولیدل چې نوموړې د عقیدې، باور مشکل لري، هڅه مې وکړه د نصیحت، بحث له لارې یې عقاید سم شي، مګر نتیجه يې ورنکړه.»

خوستى زياتوي او ادعا کوي: «تر دې چې په واضح ډول یې مقدساتو ته سپکاوی وکړ او د قران کریم توهین یې وکړ چې د هغې ثبوت هم شته.»

خوستی وايي: «نه می وهلې، نه مې ټکولې، د خپل شرعي صلاحیت نه مې استفاده وکړه او د ژوند لاره مې جلا کړه، طلاق مې ورکړو. په خپلې ناسنجول شوې نکاح سخت پښېمان یم، د ا.ا مجاهدینو او افغان ولس نه بښنه غواړم. پروردګار دې معافي راته وکړي.»

بل لورته، تر اوسه د حکومت نورو چارواکو څه نه دي ویلي؛ خو په ټولنیزو پاڼو کې د دې موضوع په تړاو ځینو کسانو نیوکې کړې او ځينو نورو بیا دا یوه «انساني سهوه» بللې او خواشیني یې څرګنده کړې ده.

Visits: 8547

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.